د سعودي عربستان له بند څخه د یوه ایراني حاجي ازادیدل
سږ کال د حج مراسمو پر مهال ایرانی نیول شوی حاجي د سعودي عربستان له محبس څخه ازاد کړای شو.
د مهر خبري اژانس د خبر له مخې؛ محمد خزایي د روان کال د جون میاشتې کې د نا معلومو دلیلونو له امله د سعودي عربستان پولیسو له لورې نیول شوی وو، چې د ازادیدو وروسته به د نن ورځې تر پایه تهران ته را ورسیږي.
د عامه حقوقو په برخه کې د دوکتورا محصل "محمد خزایي" د سعودي اجنټانو لخوا په مسجد الحرام کې د مازیګر د لمانځه پر مهال ونیول شو.
هغه په سایبر سپیس کې د فلسطین د خلکو ملاتړی و.
دغه ټولنیز فعال په مجازي فضا کې د فلسطین بیرغ په لاس کې په نیولو سره په دغه مبارک سفر کې د انځورونو او پيغامونو په خپرولو سره ټینګار کاوه چې د حج مراسمو پر مهال هم د فلسطین د مظلومو خلکو په تیر بیا د ماشومانو څخه یادونه کوي.
په عین حال کې د حج د مناسکو له پیلیدو مخکې د ایران د اسلامي جمهوریت د صدا اوسیما د ادارې او د حج او زیارت د رسنیزې ډلې شپږ تنه غړي هم له مدینې منورې څخه ایران ته بېرته را لیږل شوي وو چې دا چاره له ګڼو غبرګونونو سره مخامخ شوې وه.