د «اسلامي امت» د ارزښتمن هويت ساتنه ضروري ده
پارس ټوډې - د اسلامي انقلاب معظم رهبر، د «اسلامي امت» د ارزښتمن هويت ساتنه ضروري وبلله او وې ويل: د «اسلامي امت» مسئله بايد په هېڅ صورت هېره نه شي.
د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د دفتر د معلوماتو له مخې، د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله خامنه يي د دوشنبې په ورځ په ټول ایران کې د اهل سنتو د علماوو، د جمعي امامانو او د علمیه مدرسو له مدیرانو سره په لیدنه کې، د یووالي اونۍ د پیل او د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد (ص) د نېکمرغه زوکړې په مناسبت، د اسلامي امت د ارزښتمن هویت ساتنه اړینه وبلله او د اسلامي وحدت پر اهمیت په ټینګار او د هغه د خرابولو لپاره د بدخواهانو هڅو ته په اشارې سره وویل: د "اسلامي امت" مسله باید په هېڅ صورت هېره نه شي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر څرګنده کړه: د اسلامي امت د هويت مسئله، له ملیت څخه بهر يوه اساسي مسئله ده او جغرافیايي پولې، د اسلامي امت حقیقت او هويت نه بدلوي.
هغوی، خپل اسلامي هویت ته د مسلمانانو بې تفاوته کولو په تړاو دښمنانه هڅو ته په اشارې سره زیاته کړه: دا د اسلامي ارشاداتو خلاف کار دی، چې یو مسلمان په غزه او یا د نړۍ په نورو سیمو کې د بل مسلمان په تکلیف غافل شي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر، د اهل سنت عالمان، د اسلامي هويت او د اسلامي امت پر هويت باندې تکيه کولو ته راوبلل او د اسلامي نړۍ په تېره بيا په ايران کې د مذهبي اختلافاتو د پراخولو لپاره د بدغواړو تاريخي طرحو او فعاليتونو ته په اشارې سره وويل: دوی د فکري، تبلیغاتي او اقتصادي وسیلو په کارولو سره، زموږ په هېواد او نورو اسلامي سیمو کې د شیعه او سني د جلا کولو په لټه کې دي او په دواړو خواوو کې د خلکو ترمنځ د سپکاوي کوونکو، نفاق اچوونکو او اختلاف رامنځته کوونکو کسانو په ګمارلو سره ، دا ډول اقدامات ترسره کوي.
حضرت آیت الله خامنه يي له دغو دسیسو سره د مقابلې لپاره پر یووالی تکیه کول د حل لاره وبلله او ټینګار یې وکړ: د وحدت مسئله نه یوازې یو تکتیک، بلکې یو قرآني اصل دي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر له وحدت پرته د اسلامي امت د عزت مهم هدف ته رسېدل ممکن ونه بلل او وویل: نن ورځ یو له ټاکلي مکلفیتونو څخه، د غزې او فلسطین د مظلومو خلکو ملاتړ دی او که څوک له دې تکلیفه سړغړونه وکړي، هغه به خامخا د خدای پر وړاندې پوښتل کېږي.