د تهران پوهنتون یو استاد وائي؛سوریه درې ټاکنې په وړاندې لري
(last modified Sun, 08 Dec 2024 09:11:24 GMT )
Dec 08, 2024 13:41 Asia/Kabul
  • د تهران پوهنتون یو استاد وائي؛سوریه درې ټاکنې په وړاندې لري

پارس ټوډې – دایران د پوهنتون یو استاد او تکړه شناندی  او په ایکس ټولنیز چینل کې دایران یو سیاسی فعال  د سورئې وروستیو بدلونونو ته  په اشارې سره ووئيل،د سورئې د راتلونکي لپاره درې ټاکنې شته دي.

د تهران پوهنتون د نړیوالو مطالعاتو د پوهنځي استاد او سیاسی فعال  فواد ایزدي  نن په خپل ایکس ټولنیز چینل کې  د سورئې وروستیو بدولونونو ته په پام سره  لیکلي دی؛ د سورئې د راتلونکي لپاره  درې ټاکنې شته دهي،لومړۍ ټاکنه؛ به یوه بل لیبیا ئې بدلیدا، دوهمه ټاکنه  دامریکا او ماشوم وژونکي  رژیم په یوه نوي مریۀ ئې بدلیدا::

د فواد ایزدي په  وینا، د سورئې دریمه ټاکنه ، د فلسطین له ولسه ملاتړ او په بهرني سیاست کې د مقاومت په چورلیز کې باقي پاتیکیدا او په داخلی سیاست کې دتیرو کمزورتیاؤ اصلاح  ده.

 فواد ایزدي  په دوام کې لیکلي دي، د سورئې خلک او دایران  حکومت او ولس  په دریمې ټاکنې کې سره په پاتیکیدا کې سره ګډ نظر لري.

 د سورئې د پوځ قوماندانۍ نن سهار یعني د دسمبر په اتمه نیټه  په یوې اعلامیې کې د سورئې د ولسمشر بشار اسد د حکومت نسکوریدا اعلان کړه.

د سورئې دپوځ  د قوماندانۍ اعلامیه د وسلوالو ډلو په وسیله د دمشق  لهنیول کیدا وروسته  له دمشقه د بشار اسد په وتلو پسې خپره شوه.