د ایران ولسمشر دوشنبې ته سفر کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i155944-د_ایران_ولسمشر_دوشنبې_ته_سفر_کوي
تهران راډیو ـ د تاجکستان د ملي شورا مشر وایي، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان به ډیر ژر دوشنبې ته سفر وکړي.
(last modified 2025-01-04T06:07:41+00:00 )
Jan 04, 2025 10:36 Asia/Kabul
  • د ایران ولسمشر دوشنبې ته سفر کوي

تهران راډیو ـ د تاجکستان د ملي شورا مشر وایي، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان به ډیر ژر دوشنبې ته سفر وکړي.

د ایسنا خبري اژانس د خبر له مخې؛ د تاجکستان د ملي شورا مشر او د دوشنبه ښاروال "رستم امام علي" نن په خپلې ټولنیزې شبکې کې خبر ورکړ، چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان به دیر ژر د یوه سوداګریز سفر په موخه دوشنبې ته سفر وکړ.

د ترند خبری اژانس زیاته کړې، د تاجکستان د ملی شورا مشر زیاته کړه چې په دغه سفر کې به د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو ترمېنځ لیدنه او خبرې اترې هم ترسره شي.

د تاجکستان د بهرنیو چارو په وزارت کې یوې باخبرې سرچینې هم د روسیې خبري اژانس نووستي ته ویلي چې د ایران ولسمشر به د جنورۍ په میاشت کې تاجکستان ته ولاړ شي.

دا به تاجکستان ته د ولسمشر مسعود پزشکیان لومړی رسمي سفر وي.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان هم د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په ۳۰مه تهران ته یو سوداګریز سفر کړی وو.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران او تاجکستان د تېر کال د اګست په ۱۰مه د عادي پاسپورټونو لرونکو لپاره د ویزې د لغوه کولو تړون هم عملي کړی دی.