د ایران د فوځ له سمندري ځواکونو سره د زاګرس د جنګې بېړۍ یو ځای کېده؛
د ایران د اسلامي جمهوریت استخباراتي – سیګنالي بېړۍ کومې ځانګړتیاوې لري؟
پارس تودی- د ایران د اسلامي جمهوریت لومړنۍ استخباراتي – سیګنالې جنګي بېړۍ چي د ایراني ماهرینو له لورې جوړه شوې د فوځ سمندري ځواکونو سره یو ځای شوه.
د ایران د فوځ له سمندري ځواکونو سره د زاګرس په نامه د ایران لومړنی استخباراتي – سیګنالي بېړۍ د یو ځای کېدو مراسم د ایران د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز جنرال محمد باقري، د فوځ لوی قومندان جنرال سید عبدالرحیم موسوی او نورو جګپورو فوځیانو په حضور سره، سره وشو. د پارس تودی له راپور سره سم، د تسنیم په حواله، زاګرس استخباراتي کښتۍ به بشپړه توګه د ایراني ماهرینو له لورې او په ځایي پوهې سره جوړه شوې ده او په استخباراتې څار برخه کې د امنیت د تامینولو په لړ کې د سمندري ځواکونو اړتیاوې پوره کوي.
دغه استخباراتي کښتۍ په عین حال کې له هوارې څخه د هوارې د ویشتلو، له هوارې نه د هوا د ویشتلو په توغندوي سیسټمونو سبماله ده چي په مختلفو واټنونو کې سمندري او هوایي اهداف په نښه کولایشي. دغه کښتۍ همداشان په پرمختللې، توپ خانه او له فوځي عملیاتونو څخه د ملاتړ په امکاناتو سمباله شوې ده.
د دې جنګي کښتۍ یو له ټولو وتلې ځانګړنه، د الکټرونیکې جګړې لپاره د هغه پرمختللي سیسټمونه دي چي له ډول ډول ګواښونو سره په مقابله کې کارنده رول لوبوي.
زاګرس کښتۍ همداشان د څرخکې د ناستې ځای هم لري چي ورته د هوایي عملیاتونو لپاره مناسبه وړتیا بخښلې ده، همداشان دغه کښتۍ د پرمختللې نویګېشن د سازوسامان د امله هر ډول هوایي حالاتو کې لاره موندلایشي او د هغه پیاوړې دفاعي سیسټمونه د هوایي بریدونو په وړاندې ورته خوندیتوب ورکوي.