ایران او پاکستان په ګډه د ترهګرو پر ضد مبارزه کوي
تهران راډیو ـ د ایران د پوځ لوی درستیز پاکستان ته په یوه رسمي سفر تللی، ترڅو په ګډه د ترهګرو پر ضد مبارزه کې لا زیاته همغږي او همکاري رامنځته کړي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو لوی درستیز پاکستان ته د خپل رسمي سفر په اړه ویلي: د امنیت د ښه والې په موخه ایران او د پاکستان ځواکونه باید په ګډه د ترهګرو او بېلتون غوښتونکو عناصرو او ډلو په وړاندې لا زیاته همکاري وکړي.
جنرال محمد باقري نن په اسلام آباد کې د دغه هېواد په سفارت کې د ايران د اسلامي جمهوريت د چارواکو او استازو په شتون کې وویل: موږ د ګډو پولو د بندولو کار پیل کړی، یو شمېر سرحدي بازارونه فعال شوي او یو شمېر نور د فعالیدو په حال کې دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره مهم دي.
جنرال باقري ټینګار وکړ: "موږ به له خپلو پاکستاني سیالانو سره د روزنې، استخباراتو، تمریناتو او دفاعي صنعت په برخو کې بحثونه وکړو او له پاکستاني لوري سره دا همکاري او همغږي په جدي توګه تعقیبوو."
په دې مراسمو کې په پاکستان کې د ایران سفیر رضا امیري مقدم، د لوړ پوړي پوځي پلاوي غړو، د بنسټونو رئیسانو او په اسلام اباد کې د ایراني دیپلوماتانو یوې ډلې هم ګډون کړی و.
د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو لوی درستیز پخپله خبرو کې، په غزه کې د اوربند ټینګیدل د غاصب صهیونېسټ رژیم د دروغجنې تسلط او په سیمه کې د نړیوال استکبار د ختمولو نښه وبلله.
هغه زیاته کړه، صهیونیسټي رژیم د قدس شریف د جنګیالیو له معجزې سره مخامخ شو او ټینګار یې وکړ چې په غزه کې د تیرو پنځلسو میاشتو تحولات د صهیونیسټانو او د اسلام د سر لوړې او د مقاومت د محور لپاره دی.
تورن جنرال باقري زیاته کړه: دغې پیښې له دردناکو انساني او مادي تاوانونو سره سره صهیونیسټ رژیم د هلاکت کندې ته ورساوه، خو ټوله استکباري نړۍ د مقاومت د محور او د فلسطیني جنګیالیو په مقابل کې له دغه جعلي رژیم سره د مرستې لپاره متحرکه شوه.
د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز زیاته کړه: هره یوه پیښه چې د الاقصی د طوفان له شروع کیدو او د فلسطین د مقاومت د ځواکونو په تصمیم او همغږی سره پیل شوه، د یوې معجزې په شان وه.
د هغه په وینا موږ یو نیم کال وروسته د مقاومت د غرور او د صهیونیسټانو د تسلیمیدو شاهدان یو، موږ د اسلام د جنګیالیو د سپیڅلي ارادې خلاف یو.