د ایران او عمان سوداګریزې اړیکې په پراخیدو دي
د ایران د صنعت، معدن او تجارت وزیر د ایران د اسلامي جمهوریت او عمان ترمینځ د تجارتي اړیکو د پراختیا خبر ورکړ.
« عباس علیآبادی» وویل: د ایران او عمان د ګډو ملګرتیا د کمیشن په یوویشتمه غونډه کښې د دواړو هیوادونو د ملګرتیا د یادداشت په لاسلیکیدو سره، د ایران او عمان تجارت کابو ۵ میلیارډ ډالرو ته رسیږي.
د ګمرک د احصائیو له مخې، له عمان سره د ایران تجارت په تیر کال کښې کابو دوه نیم میلیارډ ډالرو ته رسیدلی و او د روان کال په تیرو اوو میاشتو کښې دغه ګاونډي هیواد ته د ایران له خوا کابو د یو میلیارډ ډالرو صادرات شوي دي.
د ایران او عمان اړیکې په فارس خلیج کښې له شخړو او له ایرانه د ویرونې لپاره د امریکې له هلوځلو سره سره، تل د متقابل احترام او ګټو په بنیاد ولاړې پاتې دي.
د عمان چارواکي باوري دي چې د ایران له اسلامي جمهوریت سره نزدې اړیکې د حقیقت پالنې پر بنسټ دي او ایران خپل یو ستر ګاونډی ګڼي.