د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال قزاقستان ته تللی
Jan 30, 2025 11:11 Asia/Kabul
د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال د یوریشیا د اقتصادي اتحادیې د لومړي وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره نن قزاقستان ته لاړ.
په ورته وخت کې؛ ټاکل شوې محمد رضا عارف د قزاقستان د دوه زره پنځه ویشت په الماتا ډیجیټل کنفرانس کې ګډون وکړي.
دا سفر د قزاقستان د لومړي وزیر په رسمي بلنه ترسره شوی او ټاکل شوې چې ښاغلی عارف به د یوریشیا د اتحادیې د لومړي وزیرانو په دوو غونډو او د الماتا په ډیجیټل کنفرانس کې له قزاقستاني چارواکو او د نورو هیوادونو له چارواکو سره لیدنه او خبرې وکړي.
ټیګونه