د ایران او قطر خارجه وزیرانو په دوحه کښې سره کتلي
Jan 31, 2025 05:52 Asia/Kabul
د ایران او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو په خپل ملاقات کښې مهم سیمه ایز او نړیوال مسائل وجاجول.
د ایران او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو په خپل ملاقات کښې مهم سیمه ایز او نړیوال مسائل وجاجول.
د ایسنا د خبر له مخې، «سید عباس عراقچي» چې پرون دوحې ته تلی، د قطر له وزیراعظم او خارجه وزیر شیخ «محمد بن عبدالرحمن آل ثاني» سره یې وکتل او د دلچسپۍ وړ دوه اړخیزو اړیکو په هکله یې ورسره خبرې اترې وکړې.
د حماس له جګپوړو چارواکو سره کتنه او د فلسطین د وروستیو بدلونونو څیړنه او همداشان د طوفان الاقصی په ۱۶ میاشتني افسانوي مقاومت کښې د فلسطین د خلکو د بریا مبارکي، قطر ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د دې سفر له نورو پروګرامونو څخه دي.
ټیګونه