په ایران کې د فجر مبارکه لسیزه پیل شوه
نن جمعه، د ۱۴۰۳م هجري کال د سلواغې ۱۲مه او د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ ۳۱مه نیټه، برابره ده، په ایران کې د اسلامي انقلاب د مبارک فجر یا سباون لسیزې سره.
له ننه ۴۶ کاله مخکې د ۱۳۵۷ لمریز کال د سلواغې د میاشتې په دولسمه نیټه د ایران د اسلامي جمهوریت بنسټګر حضرت امام خمیني (رح) له وطنه د پنځلسو کالو لرې والي او جلا وطنۍ وروسته د خلکو په بې سارې هر کلي سره ایران ته را ستون شو.
ایران ته د امام خمیني له راتګه لس ورځې وروسته د ۱۳۵۷ کال د سلواغې په ۲۲ نیټه د ایران پرتمین اسلامي انقلاب بریالی شو.
له همدې امله د سلواغې دولسمه د سلواغې له دولسمې څخه د همدې میاشتې تر ۲۲مې نیټې پورې چې د اسلامي انقلاب د بریالیتوب ورځ ده، د فجر یا سباون لسیزې په نوم نومول شوې ده.
په دغه لس ورځو کې د ایران خلک د هر کال د اسلامي انقلاب د بریالیتوب ځانګړي مراسم او جشنونه ترسره کوي.
دغه مراسم د امام خمیني د را رسیدو له تاریخي شیبې کالیزې یعنې له نن سهار څخه د ارواښاد امام په پاک حرم کې د تهران په مهراباد هوایي او همدا راز په ټول اسلامي ایران کې پیل کیږي.