ستر جنرال سلامي: قدس ځواک په میدانونو کې دښمن ستړی کړی
پارس ټوډی – د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران لوی درستیز وایي، د سپاه پاسداران قدس ځواک په میدانونو کې د دښمن انرژي کمزورې کړې او ستړی کړی دی.
د سپاه پاسداران قومندان تورن جنرال حسین سلامي وویل: سپاه پاسداران د سترو او خطرناکو پیښو په شرایطو کې پیاوړي شوي او د امپراتوریو له ظاهري غرور څخه هیڅ ویره نلري.
پارس ټوډی د صدا او سیما خبري اژانس له قوله لیکلي: د سپاه پاسداران قوماندان زیاته کړه: زمونږ د توان یوه وړه برخه توانیدلی چې د قدرت انډول بدل کړي، زمونږ توغندی کولای شی، هر وخت، په هر حجم او لوړ دقت سره په سیمه کې د دښمن د ګټو هر ځای په نښه کړی.
سترجنرال سلامي ټینګار وکړ: د سپاه پاسداران وسله وال جنګی بیړۍ د سمندر په هر ځای کې له دښمن سره مقابله کولای شی او امریکایي چارواکو په فارس خلیج کې زمونږ د سمندری ځواک په قدرت اعتراف کړی دی.
د سپاه پاسداران لوی درستیز وویل: د دښمن د بې پیلوټه الوتکې نسکورول، د صادق وعدې ته د ورته عملیاتو ترسره کول زموږ لپاره د درناوي او د باور وړ ځواک رامینځته کړی.
نوموړی وایي، د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران قدس ځواک په ډګرونو کې د دښمن انرژی او روحیه کمزورې کړې او ستړی کړی دی.
هغه وایي، موږ هر ځای د دښمن پر وړاندې د جګړې ډګر جوړ کړی دی.