ایران بامیانو ته مرستې لیږلي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i156986-ایران_بامیانو_ته_مرستې_لیږلي
له افغانانو سره د ایران د مرستو په دوام یاد هیواد څخه د مرستو یوه جوپه بامیان ولایت ته رسیدلې ده.
(last modified 2025-02-03T07:31:53+00:00 )
Feb 03, 2025 11:56 Asia/Kabul
  • ایران بامیانو ته مرستې لیږلي

له افغانانو سره د ایران د مرستو په دوام یاد هیواد څخه د مرستو یوه جوپه بامیان ولایت ته رسیدلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې روانه اونۍ د ایران اسلامي جمهوریت لخوا ننګرهار ولایت ته هم مرستې ولېږل شوې.

مرسته شوي توکي د ایران سفارت لخوا د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست ته وسپارل شو.

دا مرسته به د شهیدانو کورنیو او نورو اړمنو خلکو ته وویشل شي.

په ورته وخت کې کابل کې د ایران سفیر، علیرضا بیکدلي د بامیان له والي غوښتنه کړې چې د امام خمیني ۱۲۰ بستریز روغتون د پرانیستې د جواز د صادرولو په اړه د اسلامي امارت له مشرتابه سره خبرې وکړي. 

 

د بامیان والي دفتر د خبرپاڼې لمخې، بیکدلي ټینګار کړی چې د دغې روغتون جوړولو چارې بشپړې شوي، خو د پرانیستې پر وړاندې ځینې خنډونه شته. 

 

د بامیان والي، عبدالله سرحدي ډاډ ورکړی چې دا موضوع به د اسلامي امارت له مشرتابه سره شریکه کړي. 

 

همداراز، د بامیان والي د ایران له سفیر غوښتنه کړې چې له هغو افغان زیارت‌کوونکو سره، چې د اربعین یا نورو مذهبي مراسمو لپاره ایران ته سفر کوي، ښه چلند وشي.