په پاکستان کې د اسلامي انقلاب د بري ورځ ونمانځل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i157068-په_پاکستان_کې_د_اسلامي_انقلاب_د_بري_ورځ_ونمانځل_شوه
پارس ټوډی ـ  د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو په ګډون د پاکستان په اسلام اباد کې هم د اسلامي انقلاب د بري ورځ په شاندارو مراسمو سره ونمانځل شوه.
(last modified 2025-02-06T20:32:21+00:00 )
Feb 07, 2025 01:01 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې د اسلامي انقلاب د بري ورځ ونمانځل شوه

پارس ټوډی ـ  د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو په ګډون د پاکستان په اسلام اباد کې هم د اسلامي انقلاب د بري ورځ په شاندارو مراسمو سره ونمانځل شوه.

د ایرنا خبري اژانس له قوله پارس ټوډی لیکلي، د اسلامي انقلاب د بري د ۴۶مې کلیزې د نمانځلو شانداره مراسم د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت په کوربه توب په پاکستان کې د میشتو ایراني وګړو، د یاد هېواد د یو شمیر لوړ پوړو ملي او پوځي چارواکو، په اسلام آباد کې د بېلا بېلو هېوادونو د سفیرانو او ډیپلوماټانو په شتون کې ترسره شول.

د ایران د اسلامي  جمهوریت سفیر«رضا امیري مقدم  په اسلام آباد کې د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د کالیزې په سترې غونډې کې وویل: د ایران اسلامي انقلاب د شلمې پیړۍ د تر ټولو مهمې پیښې په توګه د خپلواکۍ، اسلامی جمهوریت او آزادۍ په شعار سره د نړۍ سیاسی ادبیاتو ته یو نوی زیری ورکړ.

هغه زیاته کړه، پر ځان باور، سیاسي، فرهنګي خپلواکي او پر ځان بسیاینه د اسلامي انقلاب ډالۍ او د دې خبرو اصلي عناصر دي.

په پاکستان کې د ایران سفیر زیاته کړه: دغه انقلاب  له ټولو خنډونو، فشارونو  او بندیزونو سره سره، اسلامي ایران د ساینس، ټکنالوژۍ، طب، نانو، سټیم سیل، فضایي او نورو برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

امیري مقدم وایي،  د ایران د اسلامي جمهوریت اصولي او باثباته سیاست له ګاونډیانو سره اړیکو ته لومړیتوب ورکوي، دغه راز . له پاکستان سره د دوستانه اړیکو ټینګول د ایران په بهرني سیاست کې تل ځانګړی ځای لري، چې د دغه هېواد د ستر لارښود له ګټو او تاکید سره سره د دواړو هېوادونو د ښو اړیکو د پراختیا یو مهم عامل بلل شوی دی.

امیري مقدام زیاته کړه: د ګاونډیتوب په لرلو سره د دواړو هېوادونو ډیری متقابلې اړتیاوې په دوه اړخیزو خبرو اترو سره پوره کیدلی شي، ځکه چې اساسا د ایران او پاکستان د بازارونو طبیعت د یو بل بشپړونکي دي او د یو بل سره سیالي نه کوي. هغه وایي، ایران، په ټوله کې، په نړۍ کې د تیلو او ګازو ترټولو لوی زیرمې لري، او پاکستان د مالدارۍ او زراعتي محصولاتو له پلوه یو زرخېز هېواد دی.

په پاکستان کې د ایران سفیر وویل: د ایران او پاکستان اړیکې د ګاونډیتوب، د ګټو د شریکولو او د متقابل احترام په اساس د ټاکل شویو هدفونو په رڼا کې د روښانه افق په لور د پرمختګ په حال کې دی.

د نوموړي په وینا زموږ د ټولو ګډې هڅې باید د ظرفیتونو د فعالولو، د سیمې د پرمختګ او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره وي.