ایران د اونۍ په هینداره کښې
د ایران د تیرې اونۍ د مهمو پیښو او حالاتو د څیړنې اونیزه لیکنه
د ایران د ټولو قواؤ مشر قومندان حضرت آیت الله العظمی سد علي خامنه اي تیره جمعه، د ۱۳۵۷ کال د سلواغې په ۱۹ نیټه له امام خمیني سره د هوايي ځواک د کارکونکو او پایلټانو د تاریخي بیعت په کلیزه کښې، د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د یوه ډله قومندانانو او د هوايي او دافع هوا ځواک له کارکونکو او ځواکونو سره وکتل.
د اسلامي انقلاب رهبر حضرت امام خامنه يي په ۹۰یمه لسیزه کې کابو دوه کاله له امریکا سره بې پایلې مذاکرې او د امریکا له لورې د خپلو ژمنو نه عملي کولو ته په اشارې سره ټینګار وکړ، د برجام تجربه وايي، له امریکا سره مذاکره کول د اقتصادي او ژوند د سختیو په ګډون، هېڅ ستونزه نه حل کوي، له دې امله، د ستونزو د حل لاره، د ژمنو چارواکو همت او له دوی سره د متحد ملت ملتیا ده، چې ان شاءالله د سلواغې په ۲۲مه ورځ به دا یووالی او ملتیا ولیدل شي.
د اسلامي انقلاب رهبر، په ۹۰یمه لسیزه کې منفي تجربه او له امریکا او څو نورو هېوادونو سره کابو دوه کاله مذاکره، چې د اټومي هوکړې د رامنځته کېدو سبب شوه، له امریکا سره د بې ګټې خبرې کولو له امله یاده کړه او زیاته یې کړه: زمونږ د هغه وخت دولت، له دوی سره کښېناست، تګ راتګ او مذاکره یې وکړه، وې خندل، روغبړ یې وکړ او انډیوالي او هرڅه یې وکړل او یوه هوکړه رامنځته شوه چې پکې، ایراني لوري په ډېر سخاوت سره، مقابل لورې ته ډېر امتیازونه ورکړل، مګر امریکایانو پر هغې هوکړې باندې عمل ونه کړ.
امام خامنه اي، له دوه کاله مذاکره کولو او امتیاز ورکولو او شاتګ کولو، مګر کومې پایلې ته د نه رسېدو له تجربې څخه استفاده کول اړین وبلل او زیاته یې کړه: امریکې هماغه هوکړه سره له دې چې ستونزې یې درلودې، نقض کړه او ورڅخه ووتله.
له همدې امله، له داسې دولت سره مذاکره کول، هوښیارانه، عاقلانه او شرافتمندانه نه دي او له هغه سره باید مذاکره ونه شي.
هغوی د برجام هوکړې د شکولو په تړاو د امریکا د اوسني ولسمشر خبرو ته په اشارې سره څرګنده کړه: له هغه څخه مخکې د امریکا مخکیني دولت هم چې هوکړه یې منلې وه، پر هغې عمل ونه کړ او د امریکا بندیزونه چې ټاکل شوې وه له منځه ولاړ شي، لغوه نه شول او د ملګرو ملتونو مسئله هم لکه د زخم په منځ کې د هډوکي په څېر پاتې شوه، چې تل د یوه ګواښ په څېر د ایران پر سر باندې پاتې شي.
د اسلامي انقلاب رهبر همدارنګه د نړۍ د نقشې د بدلون په تړاو د امریکایانو هوډ ته په اشارې سره وویل: د دوی دا کار هېڅ ډول واقعیت نه لري او یوازې د کاغذ پر مخ دی؛ البته دوی زموږ په تړاو هم نظر ورکوي، خبرې کوي او ګواښ کوي.
امام خامنه يي ټینګار وکړ، که دوي موږ وګواښي، موږ هم دوي ګواښو، که دوی خپل ګواښ عملي کړي موږ هم خپل ګواښ عملي کوو او که زموږ د ملت پر امنیت باندې تیری وکړي، موږ هم له شک پرته د دوی پر امنیت باندې تېری کوو.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي تیره یکشنبه هم د قرآ ن کریم د نړیوالو سیالیو په یوڅلویښتم پړاؤ کښې له ګډونوالو استاذانو او غوره قاریانو او حافظانو او همداشان د مختلفو پرګنو له سره په کتنه کښې، نه یوازې له ایران سره بلکې د نړۍ له ډیرو ولسونو سره د استکبار مقابلې ته په اشارې سره وویل: له نورو سره د ایران د ولس توپیر دا دی چې د دې حقیقت د ویلو جرأت لري چې امریکا تیري ګره، دروغجنه، فریبکاره او شکیلاکګره ده او د هیڅ انساني اصولو پابندي نه کوي، په دې وجه «مرګ بر آمریکا» وايي خو نور ولسونو د دې حقیقتونو د بیانولو او د امریکې په وړاندې د اودریدو او له استکبار سره په مبارزه کښې د خپلې ونډې د اچولو جرأت نه لري او په هم دې وجه کومې نتیجې ته هم نه رسي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د نتیجې ترلاسه کولو لپاره د صبر او مجاهدت په ضرورت باندې په ټینګار سره د نړۍ د ټولو مستکبرانو په وړاندې د ایران د ولس ۴۶کلن صبر او کوشش، د هیواد د هراړخیزې ودې لامل وباله او زیاته یې کړه: د ایران ولس نه یوازې په دې مقابلې کښې تاواني نه شو بلکې په تولو برخو کښې یې وده او پرمختګ هم وکړ.
دوي په ټول هیواد کښې د زرګونو قاري او حافظو ځوانانو او ځلمیانو روزنه د هیواد د معنوي پرمختګونو یوه نمونه وبلله او زیاته یې کړه: هیواد په مادي برخه کې هم وده کړې او د ځوانانو په لاس یې ډول ډول ستر کارونه ترسره کړي دي او دا پرمختګونه به په خدای تعالی باندې په توکل سره، خپل اوج او مطلوب هدف د ایران د ولس ته تر رسیدو پورې دوام ولري.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم تیره یکشنبه د ایران د فضایي ټکنالوژۍ د ملي ورځې په مناسبت د دفاع وزارت او د وسله والو ځواکونو د ملاتړ له وروستیو دفاعي او فضایي لاسته راوړنو څخه د کتنې په ترڅ کې ټینګار وکړ: دا څه چې نن سبا د دفاعي او فضایي لاسته راوړنو څخه وینو، د ایراني ځوانانو او مسلکي کسانو د ځواک، نوښت او خلاقیت ښودنه کوي او د خلکو لپاره د ویاړ سرچینه ده.
ولسمشر پزشکیان وویل: یو وخت داسې و چې دښمنانو کولی شو چې پر ایران یرغل وکړي، خو نن سبا د ایراني ځوانانو، کارپوهانو او متخصصینو په هلوځلو او د لوړ پوځي او دفاعي ځواک په ترلاسه کولو سره، اوس حتی د ایران پر خاورې باندې د یرغل فکر هم نه شي کولی.
د ایران ولسمشر دې ته په اشارې سره چې هڅه مو کړې د ځوانو جهادي شخصیتونو، ساینس پوهانو او خلاقو کسانو په شتون سره ورځ په ورځ خپل دفاعي ځواک ته پراختیا ورکړو زیاته کړه: دغه پرمختګ به دوام ولري او ایران به د هغو هېوادونو په کتار کې وي، چې د ځمکې له فضا څخه بهر الوتنې ترسره کړي دا د ایران علمي ځواک څرګندوي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر " مسعود پزشکیان " د تیرې اونۍ په دوشنبې هم د عراق د پارلیمان د مشر " محمود المشهداني " او ورسره مل پلاوي په کتنه کښې وویل: په تجاري او اقتصادي او د ساینس او ټیکنالوجۍ او همداشان سرحدي برخو کښې پایداره همکارۍ او غږملتیاوې، د اسلامي هیوادونو ترمینځ د اړیکو د پیاوړتیا او همداشان په اسلامي نړۍ کښې به هم د لازیات یووالي د رامینځته کولو زمینې دي.
ولسمشر "پزشکیان " زیاته کړه: د اسلامي امت د کمزورتیا وجه، کورنیو اختلافاتو ته لمن وهل دي او که اسلامي هیوادونه د ګډو اهدالو په لړ کښې د خپلو ولسونو د اقتصاد، معیشت او امنیت د پراختیا لپاره د هلوځلو په ترڅ کښې له اختلافاتو ډډه وکړي او په خپلو کښې یوموټې شي نو د دښمنانو او بدغواړو دسیسې به بیخې بې نتیجې پاتې شي.
په دغې کتنې کښې د عراق د پارلیمان مشر هم د فلسطین د مسئلې په هکله د ایران او عراق ګډ دریځونه، شرافتمندانه او اصولي وبلل او زیاته یې کړه: د مقاومت چورلیز، د خپلو ځینو مهمو شخصیتونو او قومندانانو له بایللو سره سره، ډیرې سترې بریاوې ترلساه کړې دي په دې وجه په روان حساس پړاړ کښې د اسلامي امت له دښمنانو سره په مخامخیدنه کښې د عمل د نوښت ساتنه ډیره مهمه او ضروري ده.
د ایران داسلامي جمهوریت د اسلامي شورا (پارلیمان) مشر "محمدباقر قالیباف " هم د عراق د پارلیمان له نوي مشر " محمود المشهداني " سره وکتل. قالیباف په دغه ملاقات کښې وویل: ایران او عراق په لویدیځې آسیا کښې د امنیت او ثبات په رامینځته کولو کښې مهم رول لري.
هغه زیاته کړه: د مقاومت جبهه، سره د وررسیدلو تاوانونو، د دې دومره امکاناتو او تجهیزاتو په وړاندې په قدرت سره اودریده او دغه ماتې یې په صهیونیسټي رژیم باندې وروتپله.
ښاغلي قالیباق په دوام کښې، په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې، هیڅ شک نشته چې په اسالمي نړۍ کښې ټولې دسیسې د امریکې او صهیونیسټي رژيم په لاس جوړیږي، ټینګار وکړ: په دې منځ کښې باید د هر ډول قومي او مذهبي اختلاف مخنیوی وشي.
د اسلامي شورا مشر څرګنده کړه: د ریلي ټرانسپورټ، د اروند رود پاکول، د سوداګرۍ او د ساینس او ټیکنالوجۍ د برخو د ستونزو هواری له هغو موضوعاتو دي چې په جدیت سره یې تعقیبوو.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایراني ضده څرګندونو په غبرګون کښې وویل: که اصلي موضوع دا وي چې ایران دې ایټمي وسلې نه جوړوي نو دا دعملي کیدو وړ ده، ایران د این پي ټي یو ژمن غړی دی او په دې لړ کښې یې دریځونه بیخي روښانه دي. په دې لړ کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر فتوا هم موجوده ده چې زمونږ ټولو دنده او ذمه واري ټاکي.
ښاغلي عراقچي د ټرمپ د دریځنیونې په هکله زیاته کړه: باور لرم چې زیات نه زیات دباؤ، یوه ماتې خوړلې تجربه ده او دوباره یې ازمایل به د یوې بلې ماتې لامل شي.
د ویلو ده چې د امریکې ولسمشر دونالد ترامپ تیره اونۍ د یو حکم په لاسلیکولو سره، د ایران خلاف د زیات نه زیات دباو د سیاست د لاسختولو لپاره بیلابیلو ارګانونو ته ضروري احکام صادر کړل.
او د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ سمندري ځواک د یوې جنګي کشتۍ په لیږلو سره، په کراچۍ بندر کښې د «امن ۲۰۲۵» په نوم نړیوالو پوځي مشقونو کښې برخه واخیستله.
د امن ۲۰۲۵ په نامه نهمه څوملیتي مانوره، د پاکستان د سیمندري ځواکونو په کوربه توب او د ایران د اسلامي جمهوریت د سمندري ځواک په ګډون د ۶۰ هیوادونو په شتون سره تیره جمعه د کراچۍ په بندر کښې پیل شوه.
د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک جګپوړی پلاوی به په دغې مانورې کښې برخه واخلي او همداشان د ایران سمندري ځواک په جنګي کشتۍ سره په دې مانورې کښې شتون لري.
*/*/*/*
ژباړه: عبدالماجد درانی