د ایران او ارمنستان ترمنځ سوداګریزې همکارۍ پراخیږي
پارس تودي - د ایران د سوداګرۍ د پراختیا سازمان مشر د ارمنستان د اقتصاد وزارت له مرستیال سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو د پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ.
پارس ټوډی د ایرنا خبري اژانس له قوله لیکلي: د ایران اسلامي جمهوریت د سوداګرۍ پراختیا سازمان مشر محمد علي دهقان دهنوي، د ارمنستان د اقتصاد وزارت مرستیال ادګار زاګاریان او په تهران کې د ارمنستان سفیر ګریکور هاکوبیان سره په کتنه کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژورو دوستانه اړیکو په یادولو سره وویل: موږ د ایران اسلامي جمهوریت او د ارمنستان جمهوریت ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا ته لیوال یو.
دهقان دهنوي زیاته کړه چې د ایران او ارمنستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه درې میلیارده ډالرو هدف ټاکل شوی، خو لا هم له دې هدف سره ډیر واټن لرو او هڅه کوو چې یادې موخې ته ورسیږو.
نوموړي وویل: د سوداګریزو پلاوو لیږل او د دواړو هېوادونو په سوداګریزو غونډو کې ګډون ډیر اهمیت لري او د سوداګرو، بازر موندونکو او اقتصادي فعالانو حضور د ایران او ارمنستان په نندارتونونو او سوداګریزو غونډو کې د سوداګرۍ د ودې لپاره لاره هواروي.
د ایران د سوداګرۍ پراختیا سازمان مشر همدا راز د اور اسیا اتحادیې د غړو هېوادونو سره د سوداګریزو مناسباتو د پراختیا غوښتنه وکړه.
د ارمنستان د اقتصاد وزارت مرستیال ادګار زاګاریان، په دې کتنه کې د ایران او ارمنستان د دوو دوستو ولسونو څخه یادونه وکړه او ویې ویل: دا موضوع کولای شي د دواړو هېوادونو په اقتصادي پروګرامونو کې اغیزناکه وي.
نوموړي زیاته کړه: ارمنستان چمتو دی چې په بېلابېلو برخو کې د ایران سره د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره همکاري وکړي.
د ارمنستان د اقتصاد وزارت مرستیال دا هم وویل چې د ایران او ارمنستان ترمنځ ډیرې ظرفیتونه شته چې د دغو ظرفیتونو په کارولو سره کولای شو، د سوداګریزو موخو ترلاسه کولو ته ورسیږو.
دوی د ایران او ارمنستان د سوداګریزو او اقتصادي موضوعاتو د تعقیب لپاره د تخصصي کاري ډلو د چمتوالي څخه هم خبر ورکړ.