د ایران او سوډان ګډ اقتصادي کمېسیون غونډه ترسره کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i157564-د_ایران_او_سوډان_ګډ_اقتصادي_کمېسیون_غونډه_ترسره_کیږي
د ایران د کرنې وزیر غلام رضا نوري د سوډان د بهرنیو چارو وزیر علي یوسف احمد الشریف سره په تهران کې د لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو د ګډ اقتصادي کمیسون غونډې له ترسره کېدو خبر ورکړ.
(last modified 2025-02-22T08:02:53+00:00 )
Feb 22, 2025 12:30 Asia/Kabul
  • د ایران او سوډان ګډ اقتصادي کمېسیون غونډه ترسره کیږي

د ایران د کرنې وزیر غلام رضا نوري د سوډان د بهرنیو چارو وزیر علي یوسف احمد الشریف سره په تهران کې د لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو د ګډ اقتصادي کمیسون غونډې له ترسره کېدو خبر ورکړ.

هغه په دغه لیدنه کې وویل: د دواړو هېوادونو ګډ اقتصادي کمېسیون به د مې میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې ترسره شي او ایران چمتو دی چې د نباتاتو او څارویو د اصلاح په برخه کې د یوې پیړۍ څیړنې پایلې د سوډاني څیړونکو په واک کې ورکړي.