د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په موخه د تهران او بیشکک چمتووالی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i157770-د_اقتصادي_همکاریو_د_پیاوړتیا_په_موخه_د_تهران_او_بیشکک_چمتووالی
په نړیوالو او سیمه ییزو همکاریو برخه کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر مرستیال په بیشکک کې د قرغزستان له لومړي وزیر سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو سوداګریز ظرفیتونه د تهران - بیشکک ترمنځ د اقتصادي اړیکو د زیاتوالي لپاره یو ارزښتناک فرصت وباله.
(last modified 2025-02-28T07:34:47+00:00 )
Feb 28, 2025 12:03 Asia/Kabul
  • د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په موخه د تهران او بیشکک چمتووالی

په نړیوالو او سیمه ییزو همکاریو برخه کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر مرستیال په بیشکک کې د قرغزستان له لومړي وزیر سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو سوداګریز ظرفیتونه د تهران - بیشکک ترمنځ د اقتصادي اړیکو د زیاتوالي لپاره یو ارزښتناک فرصت وباله.

ایرنا خبري اژانس د جمعې په ورځ را پور ورکړی،  د ایران د ولسمشر مرستیال علي نجفي خوش‌ رودي د بیشکک په سفر کې د قرغزستان له لومړي وزیر سره وکتل او د ایران اسلامي جمهوریت او قرغزستان جمهوریت ترمنځ یې د دوستانه اړیکو، په ځانګړې توګه اقتصادي همکاريو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

په نړیوالو او سیمه ییزو همکاریو برخه کې د ایران د ولسمشر مرستیال د قرغزستان نوي لومړي وزیر قاسم علي‌اف ته د ټاکل کېدو مبارکي وویله او زیاته یې کړه، د ایران اسلامي جمهوریت سیاست، د ګاونډیو هېوادونو په ګډون د قرغزستان سره د همکاريو پیاوړتیا او پراختیا ده ده.

هغه د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د شته ظرفیتونو یادونه وکړه او د سوداګریزو راکړو ورکړو د کچې زیاتوالی یې مهم وباله او د اقتصادي اړیکو د پراختیا او لوړولو په اړه یې ټینګار وکړ.

نجفي د ایران د اوراسیا اقتصادي اتحادیې (EAEU) کې د ناظر غړیتوب او له دې اتحادیې سره د ازادې سوداګرۍ تړون د نهایي کېدو په اړه وویل، چې دا فرصت د دې سیمې له هېوادونو، په ځانګړې توګه قرغزستان سره د اقتصادي همکاريو د پراختیا لپاره یو مناسب چانس دی.

قاسم‌علي‌اف هم له ایران سره د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او  د ایراني پلاوي سفر یې د همغږۍ او د نويو همکاريو د ساحو د پېژندلو لپاره یو فرصت وباله.