د اسلامي امت لپاره له یووالي څخه لا لوړه ګټه نشته؛د حج یو اوڅاره عمل
پارس تودي - د اسلامي انقلاب معظم لارښود د حج د فریضې له مقررولو څخه الهي هدف، د بشریت د اداره کولو لپاره یو بشپړ او لارښوونکی ماډل وباله او زیاته ئې کړه: د دغې فریضې ظاهري جوړښت او ترکیب په بشپړه توګه سیاسي دی، خو د هغې د اجزاوو محتوا په بشپړه توګه معنوي او عبادي ده، څو د ټول بشریت ګټې خوندي شي.
د پارس تودي د راپور له مخې، د اسلامي انقلاب مشر حضرت آیتالله خامنهاي د یکشنبې په ورځ د حج چارواکو او د بیتالله شریف له حاجیانو سره په لیدنې کې وویل، نن سبا د اسلامي امت ترټولو لویه ګټه یووالی او همغږي ده چې د نړۍ د اسلامي نړۍ ستونزو د حل لپاره اړینه ده. که دا یووالی موجود وائ، نو د غزې او یمن په څېر مسئلې به نه وې رامینځته شوې.
د اسلامي انقلاب معظم لارښود د حج د اهدافو او اړخونو په اړه پوهه او معرفت د بیتالله د زیارتوالو لپاره د دغې مهمې فریضې د سمې ادا کولو لپاره لومړنی شرط وباله او د قرآن کریم د څو آیتونو په استناد سره ئې زیاته کړه: په حج پورې اړوند ډېرو آیتونو کې د "ناس" (خلکو) تعبیر کارول شوی، چې دا ښئي خدای دا فریضه یوازې د مسلمانانو لپاره نه ،بلکې د ټولو خلکو د چارو د سنبالولو لپاره مقرره کړې ده؛ له همدې امله د حج سمه ترسره کول د بشریت خدمت دی.
هغه د حج د معرفتي اړخونو په تشریح کې وویل، حج یوازینۍ فریضه ده چې شکل او ترکیب یې سل فیصده سیاسي دی، ځکه دا خلک هر کال په یوه ټاکلي ځای او وخت کې د ځانګړو موخو لپاره راټولوي، چې دا کار په خپل ذات کې سیاسي ماهیت لري.
حضرت آیتالله العظمی سید علی خامنه اي زیاته کړه: د حج د سیاسي شکل او ترکیب ترڅنګ، د هغې د اجزاوو محتوا سل فیصده معنوي او عبادي ده، او هره برخه ئې د بشر د ژوند د بېلابېلو اړتیاوو او اړخونو لپاره سمبولیک او درس ورکوونکې اشاره لري.
هغه د دې سمبولونو په تشریح کې د "طواف" درس د توحید د چورلیز او مرکزیت شاوخوا ګرځېدل وبلل او و ې ویل: طواف بشریت ته دا درس ورکوي چې حکومت، ژوند، اقتصاد، کورنۍ او د ژوند ټول اړخونه باید د توحید پر محور جوړ شي. که دا کار وشي، نو بیا به د دغو ظلمونو، د ماشومانو وژنو او د زیات غوښتنو کومه خبره نه وي، او نړۍ به ګلستان شي.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود د قرآن کریم د یوه آیت په استناد سره د حج د ټولنې هدف د بشري ګټو درک او لاسته راوړل وباله او و ې ویل: نن سبا د اسلامي امت لپاره له یووالي څخه لوړه ګټه نشته. که د اسلامي امت یووالی، همغږي او ملګرتیا موجوده وای، نو اوسنئ غمیزې لکه د غزې او فلسطین حالات او د یمن دباؤنه به نه وو رامینځته شوي..
هغه د اسلامي امت جلاکیدا او تفرقه د استعمارګرو، امریکا، صهیونیستي رژیم او نورو زیات غوښتونکو د ګټو او تمو پر ملتونو د تپلو لامل وباله او زیاته ئې کړه: د امت په یووالي سره د اسلامي هېوادونو امنیت، پرمختګ او یو بل سره مرستې ممکنې کېږي، او د حج فرصت ته باید په دغو سترګو وکتل شي.
حضرت آیتالله خامنهاي د حج د حقیقت او اهدافو په روښانولو کې د اسلامي حکومتونو، په تیره بیا د کوربه حکومت، رول او دنده لویه او ممتازه وبلله او وې ویل: د هېوادونو چارواکي، عالمان، روښانفکران، لیکوالان او په عامه افکارو اغېزمن کسان پابنده دي چې د حج حقیقتونه خلکو ته روښانه کړي.