؛د لمر په حضور کې ؛
د رهبرۍ لیدتوګې (له زرګونو کارګرانو سره لیدنه)
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د لمر په حضور کې نومې لړۍ له ننني مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو چې د زرګونو کارګرانو په ټول کې د اسلامی انقلاب د ستر لارښود د لیدتوګو په باب دی ، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
دوستانو د ۱۴۰۴ لمریز کال د غواي د میاشتې په شلمه نيټه، چې د ۲۰۲۵ کال د مئ میاشتې له لسمې سره برابره ده،د ایران زرګونو کارګرانو د اسلامي انقلاب له مشر آیت ا... العظمی سید علی خامنهاي سره ولیدل. په دغه پروګرام کې، مونږ د انقلاب مشر لخوا په دې لیدنه کې د مطرح شویو مهمو ټکو په اړه خبرې کوو.
= حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنهاي د دغې لیدنې په پیل کې، د امامت او ولایت د اتم ځلانده ستوري،حضرت امام علي ابن موسی الرضا (ع) د زوکړې د کلیزې په مناسبت مبارکي ووئيله او د ایران د پخواني ولسمشر سید ابراهیم رئیسي یاد ئې تازه کړ،چې په ۱۴۰۳ لمریز کال د غواي په میاشت کې (مې ۲۰۲۴) په یوه هوائي پېښې کې شهید شو هم درنښت وکړ..
د ایران اسلامي انقلاب معظم رهبر د روان کال د «تولید لپاره پانګونې» په نامه نومول شوي کال په اړه وویل، چې کارګر د تولید تر ټولو مهمه سرمایه او د ټولنې د پایښت او ثبات یوه ستنه ده. هغه ټینګار وکړ چې پرته له کارګر ارادې او وړتیا، مالي پانګونه هیڅ ځای ته نه رسیږي.دوي وفرمائيل؛ د ټولنو دښمنان، په تېره بیا د اسلامي جمهوریت بد غواړو،د اسلامی انقلاب له هماغه پيله راهسې تر اوسه پورې، هڅه کوي چې کارګري ټولنه د اسلامي جمهوریت په فضا کې له کار کولو وغړوي او اعتراضونو ته ئې اړ باسی.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د اسلامی انقلاب په پیل کې د کمونیستي بهیرونو هڅو ته په اشارې سره، چې غوښتل ئې تولید فلج او بند کړي، وفرمایل؛ اوس هم هماغه انګیزې شته، خو هغه وخت او نن ورځ، زمونږ کارګران د دوي په وړاندې ودريدل او د خپلې پیاوړي او مضبوطو مټو په زور ئې د دوی په خولې د سوک ګوزار وکړ.

=آیت ا... العظمی سید علی خامنهاي د کار د ارزښت په روښانه کولو سره وویل؛کار د انسان د ژوند د اداره کولو او پایښت اصلي ستنه ده، چې له دې پرته ژوند فلج کیږي. که څه هم علم او سرمایه د کار په ترسره کولو کې مهم او اغېزشیندونکی عوامل دي، خو له کارګر او کارکونکي پرته ، هیڅ کار پرمخ نه ځي او کارګر هغه عامل دی چې پانګې ته روح وربخښي.::
د اسلامی انقلاب ستر لارښود پخپلې وینا کې د کار او کارګر د ارزښت په اړه وفرمائيل؛کارګر دوې مهمې ځانګړتیاوې لري، چې دا دواړه د خدای تعالی په وړاندې نیکې او ښې دي. لومړی دا چې هغه هڅه کوي حلاله روزي او د ژوند رزق په خپل زور او همت سره ترلاسه کړي. پر نورو پيټی نه کیږي، مفت خوري نه کوي، غلا نه کوي او د نورو پر مال قبضه نه کوي، دا یوه ښه او مهمه کړنه ده. دا د هر انسان لپاره د ژوند یوه بېلګه ده.
دوهمه ځانګړتیا،چې دا هم یوه مهمه ښه او نیکه چاره ده،دا ده چې کارګر د نورو اړتیاوې پوره کوي. تاسو د خلکو لپاره صنعتي، کرهڼیز او خدمتي محصولات تولیدوئ او د دوي په واک کې ئې ورکوئ، یعنې تاسو د نورو له ژوند سره مرسته کوئ. دا دوه ټکي د انساني لید له مخې ډیر ارزښتمن دي.
حضرت آیت ا.... العظمی سید علی خامنهاي په ټینګار سره وویل چې کارګران تر ټولو مهمه سرمایه ده او موږ بایدله دغې سرمائې او پانګې سره څه وکړو، دا د هغو دندو پیل دی چې د کارګرانو په وړاندې ئې لرو. دا دنده ممکنه ده یوه برخه ئې زما په غاړه وي، یوه برخه ئې د وزیر، یوه برخه ئې د پانګوال او ټيکدار په غاړه، یوه برخه ئې د عامو خلکو او یوه برخه ئې د رسنیو په غاړه وي. کارګر د دې لپاره چې په سمه توګه کار وکړي او هم خپله ودریږي، اړتیاوې لري. یوه اړتیا ئې د دندې او کار امنیت دی، بله ئې د بدن خوندیتوب دی. باید د ټولنیز امنیت او تخنیکي رعایتونو له مخې داسې چلند وشي چې د کارګرانو خوندیتوب تأمین شي..:::
د ایران اسلامي انقلاب ستر لارښود د کارګرانو لپاره د کور جوړولو له لارې د تعاوني شرکتونو یا د تولیدي یونټونو شاوخوا د اداري کورونو په جوړولو باندې ټینګار وکړ او د «کاري چاپېریال کلتور» د موضوع په اړه ئې هم وویل؛په مارکسیستي فلسفه کې، د کار او ژوند چاپېریال د تضاد او دښمنۍ چاپېریال دی او کارګر باید د کارخانې او فابریکې له مالک سره دښمن وي، خو دغه غلط فکر د کلونو لپاره خپل ځان او نړۍ په ټپه ودروله . خو اسلام د کار او ژوند چاپېریال د ائتلاف، ملګرتیا او همغږئ چاپېریال بولي. نو ځکه، په کاري چاپېریال کې دواړه خواوې باید په اخلاص سره د کار له پرمختګ سره مرسته وکړي:::
د ایران اسلامي انقلاب ستر لارښود د وینا یوه برخه د فلسطین موضوع او د جعلي صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په اړه وه. دوي د صهیونیسټي رژیم او د هغه د ملاتړو په وړاندې د نړۍ دریدل اړین وبلل او زیاته ئې کړه؛امریکا په ریښتینې توګه د جنایتکارصهیونیسټي رژیم ملاتړ کوي، او که څه هم په سیاست کې ئې ځینې څرګندونې کیږي چې ممکنه ده نورې معناوې ترې واخیستل شي، خو حقیقت دا دی چې د فلسطین او غزې تړانګې مظلوم خلک نه یوازې د صهیونیسټي رژیم، بلکې له امریکا او انګلستان سره مخامخ دي، او دوی د جنایتونو او وژنو د مخنیوي پر ځای، تیریګر او وحشي ډوله اسرائيلي رژيم ته د وسلو او امکاناتو په لیږلو سره جنایتکار پیاوړی کوی او ورسره مرتسه کوي
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنهاي په ټینګار سره وویل چې د فلسطین په اړه مسایل باید هېر نه شي ، نن سبا په نړۍ کې د ملتونو پر وړاندې د غرشي سیاستونو له امله، هڅه کیږي چې د فلسطین مسایل هېر شي.
مسلمان ملتونه باید اجازت ورنه کړي،په مختلفوپروپيګنډو، بېمعنا او بېربطه خبرو او نوو مسایلو په رابرسیره کولو ،هڅه کیږي چې ذهنونه د فلسطین له قضيې واړول شي. ذهنونه باید د فلسطین له قضيې څخه ونه غړیږي.
هغه جنایتونه چې صهیونیستي رژیم ئې په غزې او فلسطین کې کوي، داسې څه نه دي چې له پامه دې وغورځول شي. ټوله نړۍ باید د دې په وړاندې ودریږي.
د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود د فلسطین د غاصبانو پر وړاندې د بریا په اړه هیلهمندي څرګنده کړه او زیاته ئې کړه؛زما عقیده دا ده چې د خداي تعالی په توفیق او عزت سره به ان شاا... فلسطین د صهیونیسټي نیواکګرو پر وړاندې بریالی شي. دا کار به حتما ترسره شي. باطل لنډمهاله ځلا لري، خو یقیناً له مینځه ځي. دا ظاهري پرمختګونه چې لیدل کیږي، لکه په سورئې او نورو ځایونو کې د دوی کړنې، د قوت نښه نه ده، بلکې د ضعف او کمزورتیا نښه ده او انشاءا...نور به هم کمزوری شي.
هیله لرو چې د ایران ملت او مومن ملتونه دغه ورځ ، یعني د فلسطین پر غاصبانو اووحشي یرغلګرو باندې، د فلسطین د بریا ورځ،په خپلو سترګو وویني. ان شاالله
= د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو دلمر حضور نومې لړۍ د ننني مطلب وخت هم همدومره ؤ نو تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن خدای سپارو.
ا... مو مل او ملګری ..............
(سیماب)
*********************************************************************************************************************************************************