په انقره کې د ایران د پارلماني دوستۍ ډلې د پلاوي سفر
(last modified Mon, 02 Jun 2025 01:42:36 GMT )
Jun 02, 2025 06:12 Asia/Kabul
  • په انقره کې د ایران د پارلماني دوستۍ ډلې د پلاوي سفر

پارس ټوډی - د ایران اسلامي جمهوریت د پارلماني دوستۍ ډلې غړي د یکشنبې په ورځ د ترکیې له چارواکو سره د لیدنو لپاره د دې هېواد پلازمېنې انقرې ته ورسېدل.

د ایران د پارلماني دوستۍ ډلې پلاوی، چې د عادل نجف‌زاده په مشرۍ و، د رسیدو پر مهال د ترک لوري د پارلماني دوستۍ ډلې مشر کایهان ترکمن‌اوغلو او د ترکیې د ملي لویې شورا یو شمېر استازو لخوا هرکلی وشو.

دې پلاوي په لومړۍ ورځ د پارلمان له عمومي تالار څخه د لیدنې ترڅنګ د ترکیې له لوړپوړو چارواکو سره لیدنې او خبرې اترې وکړې.

په دې لیدنو کې دواړو لوریو د دواړو هېوادونو ترمنځ د پارلماني همکارۍ پر اهمیت، په ځانګړي توګه د سیمه‌ییزو تحولاتو په رڼا کې، ټینګار وکړ.