تراوسه ایران دصهیونیست رژیم دبریدونوپه وړاندې څه ډول غبرګون ښودلی؟
-
د ایراني توغندي د تل ابیب په یوه نظامي اډه باندې د لګیدو انځور
پارستودي – د ایران اسلامي جمهوریت د صهیونیستي رژیم تیریګر اقدام او په ایران کې پر ځینو سیمو د برید په غبرګون کې، په سلګونو بیلابیل بالستیک توغندي د نیواکي ټاټوبو په لور وتوغول او د دغو بریدونو پای لا نه دی اعلان شوی.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود امام خامنهاي د صهیونیستي رژیم د جمعې په ورځ د ایران په خاوره باندې د تیری کونکي اقدام په غبرګون کې، چې د وسلهوالو ځواکونو د لوړپوړو قوماندانانو، نامتو ساینسپوهانو او بېګناه ایرانيانو په تیره بیا د مظلومو ماشومانو د شهادت لامل شوی، بیګا شپې په ټيلیويژني پیغام کې وفرمائيل؛ صهیونیستي رژیم لویه تېروتنه کړې، ستره خطا ئې کړې، غلط کار ئې وکړ او د دې نتیجې به ئې بیچاره کړي.
له دغه ټيلیویژني پیغام وروسته، د ایران د اسلامی انقلاب سپاه پاسداران توغندوي او ډرونز یونټونو د صهیونیستي تیریګر رژیم د لسګونو هدفونو، پوځي مرکزونو او هوائي اډو په وړاندې خپل پيریکنده او دقیق ځواب د «وعدۀ صادق ۳» عملیاتو په نامه، د ؛یا علي بن ابيطالب (ع)؛ په مقدس رمز او کوډ سره پیل کړ. په دې مطلب کې د ایران د دغه برید په وړاندې د غبرګون څرنګوالي ته کتنه شوې ده.
د عملیاتو پیل د تهران پر وخت کابو ۱۰ بجې شپه
د تهران پر وخت بیګا شپې کابو ۱۰ بجې ، د ایران د اسلامی جمهوریت وسلهوالو ځواکونو د نیواکي ټاتوبو په لور د سلګونو بیلابیلو بالسټیک توغندیو په ویشتلو سره، د «وعدۀ صادق ۳» عملیات او د صهیونیستي رژیم د وحشي ډوله برید پریکنده ځواب ورکول پیل کړ. د دغه برید په غبرګون کې، سياېناېن خبری چینل د اسرائیلي پوځ له قوله راپور ورکړ: ټول اسرائیل د ایران د دوامداره بریدونو تر اور لمبو لاندې دی. په نیواکي ټاټوبي کې د اسرائیلي پوځ د ویاند خبري کنفرانس هم د «وعدۀ صادق ۳» عملیاتو له پیل سره سم غوڅ شو.
دوهم څپه
د ایران د اسلامی جمهوریت د وسلوالو ځواکونو د بریدونو دوهمه څپه د نیواکي ټاټوبو په لور کابو لسم نیمې بجې شپې پیل شوه او د صهیونیستي رژیم د راډیو او ټيلیویژني ادارې د مسئولانو په وینا، کابو ۱۰۰ توغندي له ایران څخه د نیواکي ټاټوبو په لور وتوغول شول. المیادین خبری چینل هم راپور ورکړ چې د ایران توغندي مستقیماً په تل ابیب ولګېدل. عبري ژبې رسنیو هم په تل ابیب کې د جنګ وزارت مرکز الکریاه، ته نږدې د اور د لمبو د پورته کیدا راپور ورکړ.

درېیمه څپه
سهار وختي کابو ۲ بجې وې چې د صهیونیستي رژیم رسنیو د نیواکي ټاټوبو په لور د ایران د توغندوي بریدونو راپور ورکړ . په دغه برید کې، د اسرائیلو د هوائي دفاعي سستم له لهرونو څخه په بریالیتوب سره تیریدونکي د ایران توغول شوي په لسګونو توغندي د نیواکي ټاټوبو په مشخصو ټارګټونو ولګیدل. اسرائیلي رسنیو خبر ورکړ چې د ایران یو توغندی په تل ابیب کې پر یوه ۵۰ پوړیزه ودانۍ ولګېد. اسرائیلي سرچینو راپور ورکړل چې په دې نوې څپې کې لږ تر لږه ۱۵۰ توغندي وتوغول شول.
څلورمه څپه
المیادین خبری چینل له سهار ۵ بجو څخه،پر نیواکي ټاټوبو د ایران د توغندوي بریدونو د څلورمې څپې خبر ورکړ. د عبري ژبې رسنیو په وینا، د ایران په لسګونو توغندي په تل ابیب، قدس، حیفا، بئرالسبع، بحیره او الجلیل کې پر مختلفو برخو باندې ولګېدل او د خطرې ټلئ له شماله ترجنوب پورې وکړنګیدې. اسرائیلي رسنیو همدا راز د شمال په څو سیمو کې د سختو چاودنو د غږونو راپور ورکړ. ډېرو دا بریدونه بېساري بللي دي. اسرائیلي رسنیو هم د عینی شاهدانو له قوله راپور ورکړ چې په شمالي نیواکي ټاټوبو کې په څو سیمو کې سختې چاودنې شوې دي. همدارنګه، راپورونه ښئ چې څو چاودنو د حیفا بندر هم ولړزاوه.

پنځمه څپه
د سهار کابو پاؤ باندې شپږ بجې، د صهیونیسټي رژیم رسنیو د ایران د توغندوي بریدونو د پنځمې څپې د پیل خبر ورکړ او اعلان ئې وکړ چې د ایران د توغندیو پنځمه لړۍ د اسرائیلو ټولې سیمې په نښه کړې دي. د صهیونیسټي رژیم د رسنیو په وینا، د ایران د توغندیو پنځمه څپه په طبریا، نیواکي جولان او الجلیل پایین کې په هدفونو ولګېده. صهیونیسټي رسنیو راپور ورکړ چې په تل ابیب باندې د ایران د توغندیز و بریدونو په وروستۍ څپه کې لږ تر لږه ۶ ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړې شوې.

د «وعدۀ صادق» اهداف کوم ځایونه وو؟
د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران د عمومي قوماندان سلاکار سردار جنرال احمد وحیدي» وویل: په «وعدۀ صادق ۳» عملیاتو کې په څو مرحلو کې له ۱۵۰ څخه زیات ټارګټونه په نښه شول چې په هرې مرحلې کې د هوافضا ځواکونو د دقیقې طرحې سره، صهیونیسټي رژیم ته درانه زیانونه واړول شول. هغه د نیواکي ټاټوبو په مرکز کې د دغو عملیاتو د اهدافو په اړه زیاته کړه: نواتیم هوایي اډه او عوودا هوایي اډه، چې مهم مر کزونه دي او پکې اف-۳۵، اف-۱۶، او اف-۱۵ الوتکې، د درنو ټرانسپورتي او ټیلو رسونې الوتکو ترڅنګ، سیګنل او الکټرونیکي جګړې مرکزونه ځاي په ځاي دي او د ایران پر ضد د برید کونکي ځایونه وو ، په نښه شوې. سردار وحیدي ټینګار وکړ: همدارنګه تلنوف، چې یو بل مهم هوائي مرکز دی او د تل ابیب په خوا کې دی، له درنې هوايي دفاع سره سره، د برید هدف وګرځېد. هغه پوځي صنعتي مرکزونه چې توغندیز اقدامات ئې ترسره کول او د دوي د جنگ وزارت هم په نښه شول. هغه زیاته کړه: مونږ نن د ایران د وسلهوالو ځواکونو د لوړې وړتیا او قوت سره یو کلک او چورلټ درس ورکړ چې دوي وپوهیږي چې په خپلو محاسبو کې ئې تېروتنه کړې او خپل ځان ئې په خطرناک حالت کې اچولی او لویه غلطي ئې کړې ده.