الاخبار: د ایران ځايي اټومي صنعت به هېڅکله له منځه ولاړ نشي
(last modified Wed, 02 Jul 2025 08:13:41 GMT )
Jul 02, 2025 12:43 Asia/Kabul
  • الاخبار: د ایران ځايي اټومي صنعت به هېڅکله له منځه ولاړ نشي

پارس ټوډې - د لبنان عربي ژبې یوې ورځپاڼې لیکلي: د اسلامي جمهوریت په اټومي تاسیساتو د امریکا له برید سره سره، د ایران د اټومي صنعت سیمه ایز والی ماهیت، د هغې له پرمختللو ټکنالوژیو سره، د هغې ویجاړول ناممکن کړي دي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د لبنان "الاخبار" ورځپاڼې لیکلي: ایران د ۲۰۰۶ کال د اپریل په شپږمه، په رسمي ډول اعلان وکړ چې د سوله ایزو او ملکي موخو لپاره د یورانیمو د ۳.۵ سلنه غني کولو سره، د اټومي انرژۍ لرونکو هېوادونو په ډله کې شامل شوی او د اټومي سونګ توکو د تولید بشپړه دوره لري. دا د یوه اوږد سفر پایله وه چې د یورانیمو استخراج څخه تر انرژۍ تولید پورې، ټول په ایران کې ترسره شوي.

د لبنان  دې ورځپاڼې دوام ورکړ: خو په لوېدیځ او عربي خبرو اترو کې، رآکټورونه ډیری وختونه له اټومي تاسیساتو سره یو کېږي، په داسې حال کې چې پوهیږو اټومي تاسیسات ډیری وختونه د تولید مرکزونو په توګه پیژندل کېږي او خطرناک یا غبرګوني راډیو اکټیو مواد نه لري.

د ۲۰۲۵ کال د جون په ۱۳مه، صهیونیسټي رژیم د نړیوالو قوانینو او د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي حاکمیت په ښکاره سرغړونه کې، د ایران د اټومي تاسیساتو په ګډون، د تهران او ځینو نورو ښارونو ځینې سیمې په پوځي برید سره په نښه کړې. په دې تیریګر اقدام کې، یو شمېر ایراني ساینس پوهان، پوځي پرسونل او ملکي وګړي په شهادت ورسېدل.

همدارنګه، د دې یرغل په دوام کې، امریکا هم د یکشنبې په سهار (د جون په ۲۲مه)، په مستقیم ډول د فردو، نطنز او اصفهان په اټومي تاسیساتو په برید سره، عملا یې د ایران پر وړاندې د صهیونیسټي رژیم په جګړه کې برخه واخیسته. د دې اقداماتو په ځواب کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادې په حواله ټینګار وکړ چې اسلامي جمهوریت د خپلو ملي ګټو او د خپلو خلکو د امنیت د دفاع لپاره ټول انتخابونه خوندي ګڼي.