په جاپان کې د ایران سفیر له عراقچي سره ولیدل
Aug 28, 2025 06:27 Asia/Kabul
په جاپان کې د ایران سفیر سعادت، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سره وکتل او د تهران او توکیو ترمنځ یې د دوهاړخیزو اړیکو د وروستي وضعیت په اړه یې راپور وړاندې کړ.
عراقچي په دې لیدنه کې د ایران او جاپان ترمنځ د اوږدې مودې دوهاړخیزو اړیکو یادونه وکړه او په بېلابېلو سیاسي، اقتصادي او کلتوري برخو کې د اړیکو د پراختیا او همداراز د خلکو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د ټولو ظرفیتونو پر کارولو ټینګار وکړ.
ټیګونه