د اروپایي ټرائيکا د سنیپ‌بک فعالولو اقدام غیرقانوني دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i164210-د_اروپایي_ټرائيکا_د_سنیپ_بک_فعالولو_اقدام_غیرقانوني_دی
پارس‌ټوډي – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په دوحې کې د اروپائي اتحادئې د بهرنۍ پالیسۍدکمیشن له مسئولې سره په کتنې کې، د سنیپ‌بک په اړه د موضوعګانو په باب د بحث ترڅنګ، د ایران پر دوامدارې ډیپلوماټیکې ژمنتیا ټینګار وکړ او وې ویل، چې تهران په خپل دریځ کې جدي او ثابت‌قدم دی.
(last modified 2025-09-05T09:52:34+00:00 )
Sep 05, 2025 13:33 Asia/Kabul
  •   د اروپایي ټرائيکا د سنیپ‌بک فعالولو اقدام غیرقانوني دی

پارس‌ټوډي – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په دوحې کې د اروپائي اتحادئې د بهرنۍ پالیسۍدکمیشن له مسئولې سره په کتنې کې، د سنیپ‌بک په اړه د موضوعګانو په باب د بحث ترڅنګ، د ایران پر دوامدارې ډیپلوماټیکې ژمنتیا ټینګار وکړ او وې ویل، چې تهران په خپل دریځ کې جدي او ثابت‌قدم دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر «سید عباس عراقچي» او د اروپائي اتحادئې د بهرنۍ پالیسۍ دکمیشن  مسئولې «کایا کالاس» پرون ناوخته د قطر په دوحې ښار کې سره وکتل.

د پارس‌ټوډي د راپور له مخې، په دغې کتنې کې د ایران د ایټمي موضوع په اړه وروستي پرمختګونه، په تیره بیا  د درو اروپائي هېوادونو (انګلستان، فرانسه او جرمني) غیرمسئولانه او غیر قانوني اقدام، چې د ملګرو ملتو  د امنیت شورا د لغوه شوو پریکړه‌لیکونو د بېرته  ګرځولو په موخې سره  شوی، او همدارنګه د ایران او د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس ترمینځ د تعامل په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې راغلي، عباس عراقچي د درو اروپایي هېوادونو د دغه اقدام  د غیرقانوني بې قاعدې  والي په اړه ټینګار وکړ او د اروپائي اتحادئې د بهرنۍ پالیسۍ د کمیشن د مسئولې  دنده، چې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  د ګډ کمېشن د همغږي کوونکې په توګه ده، یادونه وکړه او وې ویل، له دغې ادارې تمه کېږي د نړیوالې ایټمی موافقې  او د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه‌لیک له مخې خپل مسئولیت ادا کړي او د ډیپلوماسۍ پر وړاندې د ناکاره او ناغیړي خوځښتونو د شنډولو  لپاره اقدام وکړي. عباس عراقچي د ایران د دوامدارې ډیپلوماټیکې ژمنتیا په اړه ټینګار وکړ او وې ویل، چې ایران په دې دریځ کې جدي او ثابت‌قدم دی.

د اروپائي اتحادئې د بهرنۍ پالیسۍ مسئولې هم په دغې کتنې کې ډیپلوماسي او خبرې اترې د ټولو خواوو د اندېښنو د حل یوازینۍ لاره وبلله او د ډیپلوماسۍ لپاره ئې د لا زیاتو فرصتونو پر ورکولو ټینګار وکړ. په دغې کتنې کې د راتلونکو ورځو او اوونیو په اوږدو کې د خبرو اترو د دوام په اړه  هم سره موافقه وشوه .