کوم ایراني پوهنتونونه بهرني زده‌کوونکي مني؟
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i164536-کوم_ایراني_پوهنتونونه_بهرني_زده_کوونکي_مني
پارس‌ ټوډی - ایران، چې د تمدن، علم او هنر له غني تاریخ سره یو هېواد دی، نن ورځ د نړیوالو زده‌کوونکو لپاره د زده‌کړو یو جذاب ځای ګرځېدلی دی. 
(last modified 2025-09-13T08:53:05+00:00 )
Sep 13, 2025 13:13 Asia/Kabul
  • په ایران کې د بهرنیو زده‌کوونکو زده‌ کړې
    په ایران کې د بهرنیو زده‌کوونکو زده‌ کړې

پارس‌ ټوډی - ایران، چې د تمدن، علم او هنر له غني تاریخ سره یو هېواد دی، نن ورځ د نړیوالو زده‌کوونکو لپاره د زده‌کړو یو جذاب ځای ګرځېدلی دی. 

ایران، د علم، ادب او کلتور په ژورو ریښو سره یوه خاوره ده، چې نن ورځ نه یوازې د سیلانیانو لپاره یو منزل دی، بلکې د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه د لیوالو زده‌کوونکو لپاره هم کور دی. معتبر پوهنتونونه، د بورسیو بېلابېل فرصتونه، فعال علمي چاپېریال او ایراني مېلمه‌پالنه دا هېواد د لویدیځې اسیا په سیمه کې د زده‌کړو لپاره یو له غوره انتخابونو څخه کړی دی.

د وروستیو شمېرو له مخې، اوس مهال شاوخوا ۳۵ زره بهرني زده‌کوونکي د ایران په پوهنتونونو کې زده‌کړې کوي، چې دا شمېر دولتي پوهنتونونه، د اسلامي آزاد پوهنتونونه، د روغتیا وزارت اړوند پوهنتونونه او لوړو زده‌کړو موسسې پکې شاملې دي.

په دې لیکنه کې د پارس‌تودي له خوا د ایران د زده‌کړو امکاناتو او فرصتونو ته یوه کتنه شوې ده.

 

د زده‌کړو فرصتونه 

په ایران کې زده‌کړې په دوو اصلي ډولونو ترسره کېږي: د بورسیه او غیربورسیه زده‌کوونکو لپاره.

د بورسیه زده‌کوونکي کولی شي پرته له فیس څخه په پوهنتونونو کې زده‌کړې وکړي او له امکاناتو لکه وړیا استوګنځای، روغتیايي بیمه او د ژوند لګښتونو لپاره مرستې ترلاسه کړي.

دا بورسیې د ایران د سفارتونو، کلتوري موسسو، پوهنتونونو، نړیوالو علمي تړونونو او د ایران د علومو وزارت له نورو هېوادونو سره د همکارۍ له لارې وړاندې کېږي.

 

د بورسیو ډولونه 

په ایران کې د زده‌کړو بورسیې په درېیو ډولونو وړاندې کېږي: 

الف ډول: وړیا زده‌کړه، وړیا استوګنځای، د ژوند لګښتونو مرسته او روغتیايي بیمه. 

ب ډول : وړیا زده‌کړه او استوګنځای، پرته له د ژوند لګښتونو مرستې. 

ج ډول: وړیا زده‌کړه، نور لګښتونه د زده‌کوونکي پر غاړه. 

دا د بورسیو تنوع د دې لامل شوی چې د بېلابېلو شرایطو لرونکي زده‌کوونکي وکولی شي په ایران کې د زده‌کړو له فرصتونو ګټه پورته کړي.

 

د بهرنیو زده‌کوونکو د منلو شرایط 

د ایران په پوهنتونونو کې د داخلېدو لپاره، غوښتونکي باید عمومي او اختصاصي شرایط پوره کړي.

عمومي شرایط په کې قانوني بندیز نه لرل، د ایران د استازولۍ له خوا د صلاحیت تایید او د فزیکي او رواني روغتیا سند وړاندې کول شامل دي.

اختصاصي شرایط د معتبرو زده‌کړېالو اسنادو، مناسب معدل، د پوهنتون له خوا منل کېدل او د هرې زده‌کړېیزې کچې لپاره د عمر محدودیتونو رعایت کول دي.

هغه زده‌کوونکي چې پخوانۍ کچې یې په ایران کې بشپړې کړې وي، د عمر له محدودیتونو معاف دي.

 

د فارسي ژبه 

څرنګه چې په ایران کې زده‌کړې په فارسي ژبه ترسره کېږي، بهرني زده‌کوونکي باید له دې ژبې سره اشنا وي.

معتبرې زده‌کړېیزې موسسې لکه «د فارسي ژبې نړیوال روزنیز مرکز» د ژبې، ادبیاتو، هنر او ایراني کلتور په اړه بېلابېل کورسونه وړاندې کوي، چې د زده‌کړې ترڅنګ یوه بډایه تجربه هم برابروي.

 

د ایران نامتو پوهنتونونه 

تهران، د ایران پلازمېنه ده او دا ښار د ایران تر ټولو مهم زده‌کړېیز مرکز بلل کېږي.

د تهران پوهنتون: د ایران تر ټولو زوړ او د لویدیځې اسیا له معتبرترین پوهنتونونو څخه دی، چې د ایران د غوره زده‌کړېیزو مرکزونو په توګه پاملرنه راجلبوي.

د تهران د طبي علومو پوهنتون: د ایران لومړنی طبي روزنیز مرکز دی، چې هر کال یو شمېر بهرني زده‌کوونکي مني. په دې ښار کې نور پوهنتونونه او لوړې زده‌کړې موسسې هم د بهرنیو زده‌کوونکو په جذبولو کې فعالې دي او له یو بل سره سیالي کوي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، شاوخوا ۱۰۰۰ بهرني زده‌کوونکي د تهران په پوهنتونونو کې زده‌کړې کوي، چې شاوخوا ۶۶ سلنه یې نارینه او ۳۴ سلنه یې ښځینه دي.

دا زده‌کوونکي د ترکیې، جاپان، چین، سوریې، عراق، افغانستان، ارمنستان، پاکستان، مولدووا، اذربایجان، هنګري، اوکراین، هالنډ، امریکا، استرالیا، انګلستان، ایټالیا، کاناډا، فرانسه، بحرین او نورو هېوادونو څخه دې ښار ته راغلي دي.

 

د مشهد ښار او د دې ښار فردوسي پوهنتون په دې لړ کې دوهم ځای لري.

د شیراز پوهنتون او د ګیلان پوهنتون د بهرنیو زده‌کوونکو د جذب په برخه کې په راتلونکو درجو کې دي.

بل پوهنتون چې ډېر بهرني زده‌کوونکي لري، د تهران الزهرا پوهنتون دی. دا پوهنتون یوازې نجونو ته ځانګړی دی او یوازې ښځینه زده‌کوونکي مني.

قم، د نړۍ د اسلامي دین یو له مهمو مرکزونو څخه دی، چې ډېرې ښوونځي، علمي حوزې او څېړنیز مرکزونه لري.

دا مرکزونه د ادیانو، مذاهبو، فرقو، آیینونو، مذهبي غورځنګونو، لویدیځو نظریاتو او نورو اړوند موضوعات تدریسوي او دا مطالب د لیوالو زده‌کوونکو لپاره وړاندې کوي. له دې امله، قم د ایران د دین او مذهب پلازمېنه بلل کېږي، چې د دیني موضوعاتو د زده‌کوونکو او طلابو د منلو په برخه کې ډېر فعال دی.

 

نور پوهنتونونه

د تبریز، تربیت مدرس، شهید بهشتي، صنعتي اصفهان، امیرکبیر، خواجه نصیرالدین طوسي، شریف، علامه طباطبایي، علم او صنعت، ارومیه، بوعلي سینا، بیرجند، خوارزمي، رازي کرمانشاه، زنجان، سیستان او بلوچستان، شهید چمران اهواز، کاشان، مازندران، یزد، سهند تبریز، صنعتي بابل، شاهرود، صنعتي شیراز، د زنجان علوم پایه، د ګرګان علوم کرنیزي او طبعي سرچینې، هنر، اراک، ایلام، بجنورد، نړیوال امام خمیني قزوین، حکیم سبزواري، خلیج فارس، دامغان، زابل، شهر کرد، شهید مدني، کردستان، ګلستان، لرستان، ولي عصر (عج) رفسنجان، هرمزګان او یاسوج پوهنتونونه هغه پوهنتونونه دي چې نړیوال زده‌کوونکي جذبوي.