اسلامي هېوادونه دې د ګډوعملیاتو قومانداني جوړه کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i164570-اسلامي_هېوادونه_دې_د_ګډوعملیاتو_قومانداني_جوړه_کړي
پارس‌تودي - د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي له اسلامي هېوادونو وغوښتل چې د ګډو عملیاتو قومانداني   دې جوړه کړي.
(last modified 2025-09-14T08:04:10+00:00 )
Sep 14, 2025 12:27 Asia/Kabul
  •     اسلامي هېوادونه دې د ګډوعملیاتو قومانداني جوړه کړي

پارس‌تودي - د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي له اسلامي هېوادونو وغوښتل چې د ګډو عملیاتو قومانداني   دې جوړه کړي.

د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي علي لاريجاني په یوه پیغام کې خبرداری ورکړ چې  اسلامي کنفرانس  غونډې باید یوازې له  ویناؤ  ډکه او بې پایلې نه وي (لکه د امنیت شورا غونډې)، هغه دغه راز وویل: دا ډول غونډې د صهیونیستي رژیم لپاره د نوي یرغل امر برابر دي!

 پارس‌ټوډي  د ایسنا خبري اژانس له قوله  راپور ورکړی، ډاکټر لاريجاني په خپلې ایکس پاڼې کې لیکلي: لږ تر لږه د دغه رژیم د «وحشت» پر وړاندې «د ګډو عملیاتو قومانداني» جوړه کړئ. دا فیصله به د دغه رژیم هغه ارباب (ملاتړی) سخت وارخطا کړي، چې د نوبل د سولې جایزې او نړیوالې سولې لپاره په بیړه  او لالهاندئ سره  خپل هرڅه  صهیونیسټي رژیم ته ډالۍکړي. هغه زیاته کړه: که تاسو د فلسطین د وږو او مظلومو مسلمانانو لپاره هیڅ ونه کړل، نو لږ تر لږه د خپل ځان د له مینځه تللو د مخنیوي لپاره کومه لنډه  فیصله وکړئ!

په ختیځي اروپا کې د ناټو د نوې قوماندانئ جوړېدل

د روسيې د بې پیلوټه الوتکو له خوا د پولینډ د هوايي حریم د  خلاف ورز ي کولو  له ادعاګانو  وروسته، د ناټو عمومي منشي د ختیځې اروپا په سیمې کې د نوې قوماندانئ د جوړولو اعلان وکړ. مارک روټې د جمعې په ورځ په بروکسل کې یوې خبري غونډې ته وویل: د روسيې په هوائي فضا کې بې احتیاطي زمونږ په ختیځ اړخ کې په زیاتېدونکي توګه مخ په ډېرېدو ده. مونږ په رومانیا، استونیا، لټوانیا او لیتویا کې د ناټو د هوايي حریم خلاف ورزئ لیدلي، که قصدي وي یا غیرقصدي، دا کړنې خطرناکې او د منلو وړ نه دي. هغه زیاته کړه چې د دغې اتحاد ئې اصلي دنده د یرغل مخنیوی او د ټولو غړو دفاع ده، او اعلان ئې وکړ:  اوس ناټو په ختیځ اړخ کې خپل دریځ نور هم پیاوړي کولو لپاره ختیځه قومانداني پرانیزي.

د افغانستان طالبانو ته د پاکستان د لومړي وزیر سخت خبرداری

له افغانستان سره پر پوله د پاکستان پر امنیتي ځواکونو  د مرګونو بریدونو په زیاتيدوپسې  د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمینځ اړیکې یو ځل بیا کړکیچنې شوې، او د پاکستان لومړي وزیر د کابل حکومت ته خبرداری ورکړ چې که د خپلې خاورې دننه د ترهګرو عناصرو پر وړاندې اقدام ونه کړي، نو اسلام‌اباد به نور زغم او تعامل ونه کړي. د شنبې په ورځ په جنوبي وزیرستان او د دير په شمال لویدیځي سیمې کې د ترهګرو عناصرو سره په دوو نښتو کې د پوځ ۱۹ عسکر ووژل شول او ټي ټي پی  لږ تر لږه ۴۵  غړي هم  وژل شوي دي .

د ایران  تباه کونکو بریدونو له امله  په نه جبرانیدونکو تاوانونو د صهیونیسټانو اعتراف

د  فلسطین د نیواکي ټاټوبو د وایزمن  تحقیقاتي انسټیټیوت د علمي شورا مشر اعتراف وکړ چې د ایران له خوا په ۱۲ ورځنئ جګړې  کې د دوو توغندیو د لګېدو له امله د دغه انسټیټیوت ۵۰   آزمیښت ځایونو ته پراخ او نه جبرانېدونکی زیان اوښتی دی. هغه همداراز ټینګار وکړ چې مونږ  د نړیوالو انسټیټیونو او پوهنتونونو له خوا بایکاټ شوي یو، چې له مونږ سره په علمي او اکاډمیکو برخو کې له ملګرتیا  ډډه کوي.

 په غزې کې د اسرائیلو د  وحشی ډوله جنایتونو په وړاندې د نړۍ د پوهنتونونو غبرګون

په داسې حال کې چې د صهیونیسټي رژیم پوهنتونونه د غزې پر وړاندې د تل ابیب له کړنو سره په همدستۍ تورن دي، د نړۍ په کچه د پوهنتونونو، اکاډمیکو انسټیټیوټونو او علمي بنسټونو شمېر په زیاتیدو دی چې له اسرائیلي پوهنتونونو سره اړیکې پرې کوي. یوې پراخې خپريدونکې انګریزي ژبې ورځپاڼې په غزې تړانګې کې د صهیونیسټي رژیم د جنایتکارو  بریدونو په دوام کې  له ۶۴  زرو څخه زیاتو شهیدانو یادونه کړې، چې ډېری ئې  د ښځو او ماشومانو پشمول عام خلک دي، او ویئلي ئې دي چې د نړۍ په کچه د هغو اکاډمیکو بنسټونو شمېر په زیاتېدو دی چې له اسرائیلي اکاډمیکو انسټیټیوټونو څخه واټن اخلي. د مثال په توګه، د برازیل «فیدرال سیارا» پوهنتون تېر کال له یوه اسرائیلي پوهنتون سره د نوښت یوه غونډه لغوه کړه. په ناروې، بلجیئم او هسپانیې کې یو شمېر نورو پوهنتونونو هم له اسرائیلي انسټیټیوټس سره خپلې اړیکې پرې کړي دي. په ایرلینډ کې د ډوبلین ټرینیټي کالج هم د روان کال په اوړي کې ورته اقدام وکړ. د امسټرډم پوهنتون له عبري پوهنتون سره د زده‌کوونکو د تبادلې پروګرام پاي ته رسولی، او د اروپا د ټولنیزو انسان‌ پيژاندو ټولنې اعلان کړی چې له اسرائیلي اکاډمیکو انسټیڼیوټونو سره به ملګرتیا ونه کړي او خپلو غړو ته ئې هم ورته سپارښتنه کړې ده.