ایران ګواښ وکړ؛(G7) دې خپلې تیروتنې او جنایتکارې پالیسۍ سمې کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i164576-ایران_ګواښ_وکړ_(g7)_دې_خپلې_تیروتنې_او_جنایتکارې_پالیسۍ_سمې_کړي
پارس ټوډي – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د اوو هېوادونو ډلې  (G7)  په ګډې اعلامیې کې د ایران په اړه مطرح شویو بې بنسټه تورونو ته غبرګون وښود او ټینګار ئې وکړ چې د داسې غیرمسؤلانه اعلامیو خپرونکي باید د خپلو زړو استعماري او  برلاسه بلونکی تفکر له امله د تورونو لګولو پر ځای، د ایران او سیمې په وړاندې خپلې تېروتنې او جنایتکاره پالیسۍ سمې کړي.
(last modified 2025-09-14T09:15:20+00:00 )
Sep 14, 2025 13:39 Asia/Kabul
  • د ایران بهرنیو چارو وزارت
    د ایران بهرنیو چارو وزارت

پارس ټوډي – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د اوو هېوادونو ډلې  (G7)  په ګډې اعلامیې کې د ایران په اړه مطرح شویو بې بنسټه تورونو ته غبرګون وښود او ټینګار ئې وکړ چې د داسې غیرمسؤلانه اعلامیو خپرونکي باید د خپلو زړو استعماري او  برلاسه بلونکی تفکر له امله د تورونو لګولو پر ځای، د ایران او سیمې په وړاندې خپلې تېروتنې او جنایتکاره پالیسۍ سمې کړي.

د پارس ټوډي د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړې او د اوو  هېوادونو ډلې(جی -۷) په ګډې اعلامیې کې د ایران په اړه مطرح شوي بې بنسټه تورونه ئې رد کړل.

د ډیپلوماسۍ ادارې د اعلامیې متن  !

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د اوو هېوادونو ډلې (G7) او د هغوی د شریکانو په ګډه اعلامیه کې د ایران په اړه مطرح شوي تورونه بې بنسټه، غیرمسؤلانه او  پر نورو تپل  بولي او په کلکه ئې غندي. د ایران د ملي امنیت د ساتونکو پر وړاندې بې ځایه تورونه لګول د واقعیتونو ښکاره تحریف او د داسې اعلامیو د خپرونکو منافقانه  چلند او  پر نورو د تپلو هڅه ده، هغه کسان چې په بېلابېلو نړیوالو سیمو، په تیره بیا  په لویدیځي آسیا کې، د خپلو غیرقانوني او بې ثباته کوونکو کړنو له امله د قانون ماتولو او ناامنۍ د پراخېدو لامل شوي دي. له شکه پرته ، متحده ایالات او د اوو هېوادونو ډلې  (G7) نور غړي باید د خپلو  هغو ناسمو کړنو مسؤلیت ومني چې د سیمې او نړۍ ثبات او امنیت ئې له خطر سره مخ کړی، په تېره بیا د فلسطین په نیواکي ټاټوبو  کې د صهیونیسټي رژیم له خوا د نړیوالو قوانینو، بشري حقوقو او بشرپالنې د حقوقو له ښکاره سرغړونو سره د ملګرتیا   او ملاتړ له امله، او همدارنګه  له مخینه لرونکو ترهګرو د ملاتړ له کبله ئې درسته سیمه  او نړئ له خطرې سره مخ کړې ده.

په داسې حال کې چې صهیونیسټي رژیم د متحده ایالاتو، بریتانیا، جرمني، فرانسې او د دغې ایراني ضد اعلامیې د نورو ملاتړو هېوادونو په بشپړ ملاتړ سره د فلسطین په  نیواکي ټاټوبو کې وژنې او نسل وژنه کوي او په سیمه‌ییزو هیوادونو باندې دوامداره جګړه تپی، د ایراني ضده  اعلامیو خپرول یوازې د عامه افکارو د تېر ایستلو او د دغو اعلامیو د خپرونکو له خوا د نسل وژنې په جرم کې د ملګرتیا د پټولو هڅه ده. د داسې غیرمسؤلانه اعلامیو خپرونکي باید د خپلو پخوانیو استعماري او برلاسه بلونکي تفکر  له امله د تورونو لګولو پر ځای، د ایران او سیمې په وړاندې خپلې تېروتنې او جنایتکاره پالیسۍ سمې کړي.

د  اوو هېوادونو ډلې (کاناډا، فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان، بریتانیا او متحده ایالات) (G7) په یوې دښمنانه او له دروغو ډکې اعلامیې کې، چې د جمعې په ورځ خپره شوې، ادعا کړې چې د دغې ډلې غړي هیوادونه هغه څه غندي چې دوي ئې د ایران "سرحدي ځپنې  او "نورې ویجاړونکې کړنې" بولي.