په صهیونیسټ رژیم پورې پیئلي ۶ بیلتون غوښتونکي ترهګر اعدام شول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i165428-په_صهیونیسټ_رژیم_پورې_پیئلي_۶_بیلتون_غوښتونکي_ترهګر_اعدام_شول
پارس ټوډي - له صهیونیسټ رژیم سره د تړاو لرونکو بیلتون غوښتونکو ترهګرو شبکو ۶ غړي چې د ۴ امنیتي مدافعینو د وژنې او په خرمشهر کې د چاودنې په ګډون یې د څو خونړیو عملیاتو په پلانولو او ترسره کولو اعتراف کړی و، اعدام او پانسي شول.
(last modified 2025-10-04T03:10:08+00:00 )
Oct 04, 2025 07:38 Asia/Kabul
  • په صهیونیسټ رژیم پورې پیئلي ۶ بیلتون غوښتونکي ترهګر اعدام شول

پارس ټوډي - له صهیونیسټ رژیم سره د تړاو لرونکو بیلتون غوښتونکو ترهګرو شبکو ۶ غړي چې د ۴ امنیتي مدافعینو د وژنې او په خرمشهر کې د چاودنې په ګډون یې د څو خونړیو عملیاتو په پلانولو او ترسره کولو اعتراف کړی و، اعدام او پانسي شول.

د شپږو بیلتون غوښتونکو ترهګرو د اعدام سزا چې په تیرو کلونو کې یې د ایران په جنوب لویدیځ کې د خوزستان ولایت امنیت، په وسله والو عملیاتو او بمي چاودنو سره په نښه کړی و، نن شنبه سهار وختي، د ټولو قانوني مراحلو له بشپړولو او د سترې محکمې څخه د تصویب ترلاسه کولو وروسته اجرا شوه.

په ترهګریزو عملیاتو کې د کلیدي رول لوبولو سربیره، دغو ترهګر د صهیونیسټ رژیم سره تړاو درلود او د دښمن بهرنیو عناصرو لخوا یې ملاتړ کیده.

ځپل شویو او له منځه وړل شویو ترهګرو کړنو په تیرو کلونو کې په وار وار د خوزستان د اوسیدونکو سوله او امنیت ګواښلی دی.