د ایران او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ نوې پاڼه پرانیستل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i166126-د_ایران_او_پاکستان_ترمنځ_د_سوداګرۍ_نوې_پاڼه_پرانیستل_شوه
پارس ټوډی - په تهران کې د پاکستان سفير د ایران سره د سوداګرۍ د پراختيا لپاره د نوي اجرايي لارښوونې د صادرولو اعلان وکړ؛ دا اقدام کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکارۍ کې د پام وړ زیاتوالی رامنځته کړي.
(last modified 2025-10-19T22:02:38+00:00 )
Oct 20, 2025 02:28 Asia/Kabul
  • د ایران او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ نوې پاڼه پرانیستل شوه

پارس ټوډی - په تهران کې د پاکستان سفير د ایران سره د سوداګرۍ د پراختيا لپاره د نوي اجرايي لارښوونې د صادرولو اعلان وکړ؛ دا اقدام کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکارۍ کې د پام وړ زیاتوالی رامنځته کړي.

په ایران کې د پاکستان سفير «محمد مدثر ټيپو» وويل، اسلام اباد د اوږدو ارزونو او د ایراني او پاکستاني سوداګرو د اندېښنو له کتنې وروسته، د ایران سره د سوداګرۍ د پراختيا لپاره نوې لارښوونه صادر کړې ده.

نوموړي دا اقدام د دواړو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو د کچې او تنوع لوړولو لپاره مهم ګام وباله. 

ټيپو له اقتصادي فعالانو، صنعتکارانو او سوداګريزو خونو وغوښتل چې د دې لارښوونې له ګټو څخه ګټه پورته کړي او دا له خپلو غړو سره شريک کړي. 

دا نوې اجرايي لارښوونه د پاکستان د ماليې وزارت له خوا د تصويب او د «شهباز شريف» په مشرۍ د کابينې له تائيد وروسته عملي پړاو ته داخل شوې ده.