ایران د اسيايي همغږۍ پر اهميت ټينګار وکړ
Oct 20, 2025 02:32 Asia/Kabul
پارس ټوډی- د ایران د اسلامي شورا مجلس مرستيال په جينوا کې د اسيايي پارلمانونو د مجمع په غونډه کې د اسيايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ د پياوړتيا غوښتنه وکړه ترڅو د سيمييزو او نړيوالو ننګونو پر وړاندې مبارزه وشي.
د ایران د اسلامي شورا مجلس مرستيال «حميدرضا حاجي بابايي» په دې غونډه کې، چې د نړيوالو پارلمانونو د اتحاديې د غونډې سره په يوه وخت ترسره شوه، وويل: په اوسنيو شرايطو کې د اسيا هېوادونو ترمنځ همغږي تر بل هر وخت زياته اړينه ده.
حاجي بابايي د سياسي، امنيتي، اقتصادي او چاپيريالي مسايلو يادونه وکړه او ټينګار يې وکړ چې دا ننګونې سرحدونه نه پېژني او همغږو پرېکړو ته اړتيا لري.
نوموړي د غزې تړانګې حالت يوه انساني تراژيدي وبلله او ويې ويل چې په دې اړه چوپتيا جايز نه ده.
ټیګونه