د ایران د خارجه وزیر مرستیال عربستان ته تلی دی
پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال وزیر د همکارۍ د پیاوړتیا په ایجنډا سره سعودي عربستان ته سفر کړی دی.
، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال وزیر کاظم غریب آبادۍ پرون په ایکس ټولنیزې شبکې کښې په یو پیغام کې ، د دوه اړخیزو اړیکو او همغږۍ د پراختیا په هدف سعودي عربستان ته د خپل سفر اعلان وکړ.
د دې سفر په جریان کې، هغه د سعودي د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو چارو مرستیال وزیر عبدالرحمن الرسي سره ولیدل او خبرې یې وکړې.
د دې مشورو اصلي تمرکز د دواړو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو، سیمه ییزو او څو اړخیزو سازمانونو پورې اړوند برخو او همدارنګه د بشري حقونو په مسئلو او حقوقي او قضايي همکارۍکې د مرستې او ملګرتیا پیاوړتیا وه.
غریب آبادي په سیمه ییزه او نړیواله کچه د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د ښو اړیکو مثبتو اغیزو باندې ټینګار کولو سره، لیکلي: "له موجوده مشترکاتو څخه په ګټې اخیستنې او د متقابل درناوي او ښه ګاونډیتوب په سیوري کې، ایران او سعودي عربستان کولی شي د خپلو ملتونو ګډې ګټې او سیمه ییزې سولې او ثبات په پیچلو نړیوالو شرایطو کې هم تعقیب کړي."