لاریجاني: ۱۲ ورځنۍ تحمیلي جګړه د امریکايي – صهیونیسټي توطئې پایله ده
پارس ټوډې – د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي له پاکستاني پوهانو سره په لیدنه کې ټینګار وکړ چې د ایران پر وړاندې د صهیونیسټي رژیم ۱۲ ورځنۍ تحمیلي جګړه له کلونو وړاندې پلان او طراحي شوې وه.
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي لاریجاني په اسلام اباد کې د ایران په په سفارت کې د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د یوشمېر غوره فکري مرکزونو له مشرانو سره په لیدنه کې وویل چې ۱۲ ورځنۍ تحمیلي جګړه د امریکايي – صهیونیسټي توطئې پایله ده چې له کلونو وړاندې پلان شوې وه.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، په وروستي جګړه کې د ایران عمل ته په اشارې سره لاریجاني وویل چې د رهبرۍ عزم او د ایران د ملت ارداه، د دښمن پر وسلې بریالۍ شوه، د ایران زرکلنه تمدني مخینه د دې بریا راز وو، په مقابل کې، صهیونیسټي رژیم نن سبا له حثیتي ناکامۍ او کورني کړکېچ سره مخ دی.
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي د خپلو خبرو په بله برخه کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرو اترو ته اشاره وکړه او وویل چې ایران واقعي مذاکرات مني، نه مصنوعي مذاکرات. مذاکرات باید واقعي ستنې ولري او پایله یې مخکې اعلان شوې نه وي.
لاریجاني د ایران او پاکستان د اړیکو په اړه هم د دې په بیان سره چې د دواړو هېوادونو اړیکې د کلتوري نژدې والي فکري وحدت له امله دي، ټینګار وکړ چې ایران له پاکستان سره د همکارۍ پراخولو لپاره هېڅ محدودیت نه لري او د اقتصادي اړیکو د پراخولو لپاره بېلابېلې زمینې شتون لري.
پاکستاني مخورو هم د اسلام د دښمنانو د توطئو پر وړاندې د ایران له مقاومت څخه په ستاینې سره، د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا او د ګډو دښمنانو د توطئو پر وړاندې پر هوښتیا ټینګار وکړ.