د افغانستان په اړه د سیمه ایزو هیوادونو مشورې دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i168592-د_افغانستان_په_اړه_د_سیمه_ایزو_هیوادونو_مشورې_دوام_لري
پارس ټوډی - د " تهران فرمټ" نومې غونډه چې د افغانستان په اړه د ګاونډیو هیوادونو په ګډون ترسره شوې، یو ځل بیا د یوې همغږې سیمه ییزې سټراټیژۍ د جوړولو ستونزې  ئې رابرسیره کړې.
(last modified 2025-12-19T04:49:37+00:00 )
Dec 19, 2025 09:16 Asia/Kabul
  •    د افغانستان په اړه د سیمه ایزو هیوادونو مشورې دوام لري

پارس ټوډی - د " تهران فرمټ" نومې غونډه چې د افغانستان په اړه د ګاونډیو هیوادونو په ګډون ترسره شوې، یو ځل بیا د یوې همغږې سیمه ییزې سټراټیژۍ د جوړولو ستونزې  ئې رابرسیره کړې.

وروستۍ غونډه چې د د افغانستان د طالبانو د حکومت له نماینده پرته د پاکستان، چین، روسیې او د مرکزي آسیائي هیوادونو  د ځانګړو استازو په ګډون سره  په تهران کې ترسره شوه ،  ، پر سیمه ییزې امنیت باندې ئې تمرکز درلود. "  تهران فرمټ " چې د "  مسکوفرمټ" څخه  پراختیا مومي، د افغانستان په اړه د اجماع لپاره یو  سیمه ییز پلیټ فورم دی.

د پارس ټوډی د  راپور له مخې، پاکستان چې د افغانستان د ثبات په برخې کې یو مهم لوبغاړی ګڼل کیږي، هڅه کوي چې د دې پلیټ فورم څخه د خپلو امنیتي اندیښنو د پرمختګ لپاره ګټه واخلي. د پاکستان "داون" ورځپاڼې د  تحلیل له مخې، سره له دې چې د افغانستان په اړه ډیری سیمه ییزې غونډې لکه  د " تهران فرمټ" او "  مسکو فرمټ" ترسره شوي، خو د یو ګډ او اغیزشیندونکي عملی پلان ترلاسه کولو لپاره بنسټیزې ستونزې شته دي

پاکستان چې ځان د افغانستان په ثبات  کې تر ټولو مهم ګټه اخیستونکی بولي، د دې غونډو په بهیر کې د درې سټراټیژیکو موخو لپاره ګډون کوي:

یعني د هر سیمه ییزې تعامل په ترڅ کې فعاله ونډه لرل،د خپلو امنیتي اندیښنو (په ځانګړي توګه د TTP او بلوچستان  د ثبات په اړه) مشروعیت ورکول، د افغانستان د طالبانو پر حکومت   د دباؤ اچول  څو خپل چلند بدل کړي، څو ګاونډیان او سیمه سوله او ثبات احساس کړي.

  سره له دې چې د افغانستان د بی ثباتۍ د خطرې په اړه عمومي توافق شته، خو ګاونډیانو نه دي توانیدلي چې د یو ګډ او عملي ستراتیژۍ لپاره اجماع رامینځته کړي. سره له دې، پاکستان کلک هوډ لري چې له ایران سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي او د داسې غونډو منظم کولو لپاره هڅه وکړي څو د " تهران فرمټ " په یوه داسې  پلیټ فورم  بدل شي چې ملموسې پایلې ترلاسه کړي. د راتلونکي بریا کِلي دا ده چې د مختلفو سیمه ییزو پلیټ فورمونو هڅې سره ونښلول شي او  اوږدمهاله او پایدارې پروسې تعقیب شي  څو یوه بشپړ اجماع ترلاسه شي.