د ایران او اسرائیلو ۱۲ ورځنۍ جنګ؛ کوم لوري زیات لګښت ورکړ؟
-
د صهیونیستي رژیم د یرغل پر وړاندې د ایران توغندیز ځواب
پارستودي – د ۲۰۲۵ کال د جون د ۱۳مې نېټې د ځايي وخت له مخې، د سهار کابو ۳:۱۵ بجې پرلهپسې چاودنو تهران ولړزاوه.
دا بریدونه یوازې هغه سپَڼکی ؤ چې د ایران د ایټمي او توغندوي پروګرامونو پر ضد د یولړ پېچلو عملیاتې جګړې پیل ئې اعلان کړ. د صهیونیستي رژیم هوايي ځواک، د داخلی تخریبي او پيّلو عناصرو په ملتیا سره چې په ځانمرګو بېپیلوټه الوتکو او په زغره وال ضده وسلو سمبال وو، په لومړي پړاو کې د ایران د هوائي دفاع د چینل یوه برخه د هیواد په شمال لوېدیځو ولایتونو کې وځپله او له همدې لارې ئې تر پلازمېنې پورې ځان ورساوه، څو د سهار کابو ۶:۳۰ بجې څه دپاسه ۲۰۰ جنګي الوتکو او په پنځو پرلهپسې څپو کې، په ټول ایران کې پر لسګونو ټارګټونو بریدونه وکړي.
د تیریګر صهیونیسټي رژیم هوائي بریدونه په راتلونکو ۱۲ شپو ورځو کې تر ۱۵۰۰ سورتي الوتنو پورې وغځېدل؛ داسې بریدونه چې د «د زمریانوراپورته کیدا (خیزش شیران) په نوم د یوې پراخې عملیاتې طرحې په چوکاټ کې ترسره کېدل. په مقابل کې، ایران د تر ټولو ستر او متمرکز بالسټیک توغندیز برید په پیلولو سره دغه ګواښ ته دروند ځواب ورکړ. د ایران د اسلامی جمهوریت د وسلوالو ځواکونو له خوا هره ورځ د لسګونو توغندیو توغول او په ټول کې تر ۵۰۰ څخه د زیاتو بالسټیک توغندیو کارول په دې لنډه مودې کې، د صهیونیسټي لوري پخوانۍ اټکلونه بیخي بدل کړل.
د ډېرو شنونکو له نظره، د ایران او صهیونیستي رژیم ترمنځ مستقیمه نښته حتمي وه؛ په تیره بیا د اکتوبر له اوومې پېښې وروسته، چې دواړه لوري څو ځله د ټکر تر پولې ورسېدل. دا بهیر د ایران د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو په دوو عملیاتو کې د «وعده صادق ۱» (د ۲۰۲۴ کال د اپرېل ۱۳) او «وعده صادق ۲» (د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر ۱) په نامو سره څرګند شو، خو د دې ډغرې اوج په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې رابرسیره شو.
د دغو عملیاتو لپاره تیاری هغه مهال پیل شو چې تیریګر صهیونیسټي رژیم په دوو پړاوونو کې، په اصفهان او تهران کې د ایران د اس-۳۰۰ ډوله هوايي دفاعي سیستم د څلورو اوربټو (آتشبارونو)برخې په نښه کړې. یوازې څو میاشتې د عملیاتو له پیل وړاندې، د عراق پولې ته نږدې دوه د مخکیني خبرداري ورکونکي راډاري سایټونه د «وعده صادق ۲» له عملیاتو وروسته ټارګټ شول او د ایران د لر واټنه راډاري څار وړتیا کمه شوه.
په دې مودې کې، د صهیونیسټي رژیم هوائي ځواک د خپلو تحرکاتو کچه ډیره زیاته لوړه کړه او د یوه منظم او وړاندوینه کېدونکي مثابل په جوړولو سره ئې د ایران د مخکیني خبرداري ورکونکي چینل حساسیت راکم کړ. عملیات هغه مهال پیل شول چې د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د توغندوي غونډ او د پوځ او سپاه د ګډو هوايي دفاعي ځواکونو د ظرفیت یوه برخه د کلني پوځي تمرین په ترسره کولو بوخته وه.
دا پېچلی عملیات، د «سیسټماتيک شاک» پر بنسټیزې تګلارې ولاړ و، څو د ناڅاپي او دقیق ګوزار له لارې سازماني ـ نفسیاتی ړنګون رامنځته کړي او د قوماندې او کنټرول چینل ګډ وډ کړي. د «د زمریانو غورا » نومې عملیاتو په چوکاټ کې ګڼ فرعي عملیات پلان شوي وو: د سپاه پاسدارانو د لوړپوړو قومندانانو هدفمند ترور، د شهیدانوسردار حسین سلامي،سردالر محمد باقري، سردار امیر حاجيزاده او سردار غلامعلي رشید شهیدیدا د «وینې ډکې ودونه»په نامې سره او په یولړ جلا عملیاتو کې چې «نارنیا» نومېدل، په تهران کې د ایټمي پروګرام له اړوندو څو پوهانو او د هغوی پر کورنیو بریدونه ترسره شول.
په دې جګړه کې، صهیونیستي رژیم درې اساسي موخې تعقیبولې:
په لومړي پړاو کې د ایران د هوائي دفاع په ټپه درول یا فلج کول، د مخکیني خبرداري ورکونکو رادارونو، هوايي اډو او د ځمکې ـ هوا توغندیزو سیستمونو له مینځه وړل، څو د راتلونکو پړاوونو لپاره لاره هواره کړي.
په بل ګام کې، د ایران پرسوله ایز ایټمي پروګرام سخت ګوزار، داسې بریدونه چې د امریکا د متحده ایالاتو د مستقیمې مداخلې سره او د «نیمهشب چکش» په عملیاتو سره ، د فردو، نطنز، د اصفهان د ایټمي څېړنو مرکزونه او د خنداب نیمګړي رئېکټر په څېر تاسیسات په نښه کړل.
په ورته وخت کې، د ایران د توغندیز ځواک کمزوري کول د بالسټیک توغندیو د تولید د مرکزونو او زېرمتونونو ویجاړول د ایجنډا برخه وه؛یوه داسې موضوع چې د «وعده صادق» عملیاتو پر مهال د توغندیزو بریدونو پر وړاندې د اسرائیلو د زیانمنیدا له تجروبې وروسته، د تیزیګرصهیونیسټي رژیم لپاره په یوه حیاتي لومړیتوب بدله شوې وه. سره له دې، دغه ناڅاپي او سخت بریدونه هم ونه توانېدل چې د ایران متقابل ځواب ودروي.
له وحشي او تیریګر صهیونیسټي رژیم د لومړۍ بریدګرې څپې څخه لږ تر لږه درې ساعته وروسته، دایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسداران د هوافضا ځواک د بېپیلوټه الوتکو څانګې د سهار کابو ۶ بجې د متقابل برید لومړۍ څپه عملي کړه. لسګونه اوږد واټنه ځانمرګي بېپیلوټه الوتکې د فلسطین د نیواکي ټاټوبو پر لور د ټاکلو هدفونو په لور ولیږل شوې.
د جون د ۱۳مې ورځې د ماښام له رارسېدو سره سم ، او د اسلامي انقلاب د شجاع او میړني او هوښیار او ستر لارښود له لومړۍ وینا سره هممهاله، یعني په ځايي وخت کابو نهه نیمې بجې شپې د ایران لومړنی توغندیز برید ترسره شو. دا برید یوازې د هغو ۲۲ پراخو توغندیزو څپو پیل ؤ چې د ایران اوتیریګر صهیونیسټي رژیم ترمینځ د ۱۲ ورځني تپلی جنګ په ترڅ کې ترسره شوې. دا توغندي، د ایران د پخوانیو عملیاتو پر خلاف، ډېر پراخ هدفونه په نښه کړل. ایران په خپلو دوو تېرو توغندیزو عملیاتو کې هڅه کړې وه چې په متمرکز ډول یوازې پوځي هدفونه، او په ځانګړي ډول د صهیونیستي رژیم د هوايي ځواک اډې په نښه کړي.
البته د صهیونیسټي رژیم د بریدونو پراخوالی داسې و چې نه یوازې پوځي مرکزونه، بلکې ایټمي تاسیسات، حکومتي ودانۍ، روغتونونه، د استوګنې کورونه او ښاري سیمې ئې هم ټارګټ کړې، او په دې توګه ئې د جګړې پولې پراخې کړې.
په تهران کې د ماشومانو حکیم روغتون، د ماشومانو، ښځو او زیږون فاطمةالزهرا (س) روغتون، د شهید مصطفی خمیني روغتون، د شهید مطهري د سوځېدنو د پېښو روغتون او د لبافينژاد روغتون ، پر دې سربېره د کرمانشاه د فارابي روغتون، له هغو درملیزو مرکزونو څخه وو چې د شهید مصطفی خمیني روغتون د بریدونو په ترڅ کې سخت زیانمن شول.
همدارنګه ۹ امبولانسونه او ۶ د بیړنیو مرستو (اورژانس) مرکزونه زیانمن شول. د هویزه ایمرجنسی مرکز او د کرمانشاه روغتیائي مرکز، چې د امېندواره میئندو او نوزېږو ماشومانو پالنه ئې کوله، په بشپړ ډول ویجاړ شول. په دې بریدونو کې د سرې میاشتې ۶ ډاکټران، ۴ نرسانې او ۴ مرستندویه کارکوونکي شهیدان شول.
پر غیرپوځي ټارګټونو ، په تیره بیا پر هستوګنو ودانیو او کورونو بریدونه، نه یوازې د قومندانانو، پوهانو او د هغوی د کورنیو د شهادت لامل شول، بلکې د عامو وګړو زیات شمېر عام خلک هم پکې په نښه شول.
د ایران د روغتیا او درملنې وزارت د شمېرو له مخې، د دغو بریدونو په نتیجې کې کابو ۷۰۰ عام خلک شهیدان او له ۵۰۰۰ څخه زیات عام خلک ټپیان شول. په شهیدانو کې د لږ تر لږه ۴۹ ښځو او ۱۳ ماشومانو نومونه هم لیدل کېږي.
په یوه بلې پېښې کې، صهیونیسټي رژیم د جګړې په مینځ کې هڅه وکړه چې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا سیکرټ غونډه، چې پکې د ایران د ولسمشر او د اسلامي شورا یا پارلیمان مشر هم حاضر وو، بمباري کړي.
دغې موضوع ایران دې ته اړ کړ چې پخپل دفاعي پلان کې،د پوځي او امنیتي مرکزونو ترڅنګ، حکومتي او بنسټیز (بیخ بینائي) هدفونه هم په نښه کړي، چې ځینې ئې د ښاري جوړښت په مینځ کې موقعیت لري.
که څه هم ایران د توغول شویو توغندیو دقیق شمېر نه دی اعلان کړی، خو عبري سرچینو له ۵۰۰ څخه د زیاتو بالسټیک توغندیو د توغولو خبر ورکړی؛ داسې شمېرې چې د ۵۷۴ څخه تر ۶۳۱ توغندیو پورې ښودل کېږي، چې په اوسط ډول هره ورځ له ۴۰ څخه تر ۵۲ توغندیو د توغولو معنا لري.
د ایران د توغندوي بریدونو له پیل سره، دتیریګر صهیونیستي رژیم د پوځ د پوځي سانسور اداره، چې د دې رژیم د پوځ د استخباراتي ادارې (امان) یوه څانګه ګڼل کېږي، د خبرونو د سانسور، د معلوماتو د کنټرول او همدارنګه د ایران د توغندیزو بریدونو او د هغو د پایلو اړوند د خپرېدونکو انځورونو د محدودولو لپاره سخت اقدامات وکړل.
سره له دې، هغه محدود انځورونه او معلومات چې خپاره شوي، دا څرګندوي چې د ایران ټارګټونه په درو کټګوریو کې څېړل کېدای شي: پوځي ـ امنیتي، اقتصادي ـ بیخ بینائي تاسیسات، او هستوګنیزې سیمې. لاندې د هدف ګرځېدلو مهمو ځایونو جلا جلا څېړنه وړاندې کېږي.
لومړۍ برخه: پوځي ـ امنیتي هدفونه د ایران د توغندیزو بریدونو د لومړۍ څپې په اړه ګڼ خبري راپورونه ښئي چې د تلابیب په مرکزي برخه کې یو موقعیت په نښه شوی دی. دا موقعیت د رابین کیمپ دی، چې پخوا د «ماتکال–۱۲۸» په نوم پېژندل کېده او پنځه اصلي برخې لري:
دلوئې درستیزوالی عمومی برج،چې د صهیونیستي رژیم د پوځ د لوی درستیزۍ او د دفاع وزارت د فعالیت ځای دی؛
د مارگانیت برج، چې د پوځ د لوي درستیزوالئ د اداري ودانۍ او د مخابیراتو مرکز دی؛
د قناري برجونه، چې پکې پوځي دفترونه، له هغې جملې د هوايي ځواک قومانده، موقعیت لري؛
۲۲ مه ودانۍ، چې د شیمون پرز د کور په نوم پېژندل کېږي او د دفاع وزارت او د لومړي وزیر د دفتر ترې کار اخلي؛
او په پای کې د ځمکې لاندې د عالي قومندانۍ مرکز، چې د «کندې» یا «د صهیون کلا» په نوم پېژندل کېږي او د بیړنیو حالاتو پر مهال د لوئې درستیزوالۍ له لورې کارول کېږي.
د برید د شپې له خپرو شویو انځورونو سره سم، لږ تر لږه یوه نقطه په دې محدوده کې په نښه شوې ده. همدارنګه، هغه خبري راپورونه چې د برید په شېبو کې خپاره شوي وو، د صهیونیستي رژیم د دفاع وزارت د هدف ګرځېدو خبر هم پکې ورکړل شوی و.