د هر ډول یرغل په وړاندې به د ایران ځواب پښیمانوونکی وي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i169040-د_هر_ډول_یرغل_په_وړاندې_به_د_ایران_ځواب_پښیمانوونکی_وي
پارس ټوډی – د ایران ولسمشر ټینګار کړی چې د هر ډول یرغل په وړاندې به د ایران ځواب پښیمانوونکی وي۔
(last modified 2025-12-30T22:01:00+00:00 )
Dec 31, 2025 02:30 Asia/Kabul
  • د هر ډول یرغل په وړاندې به د ایران ځواب پښیمانوونکی وي

پارس ټوډی – د ایران ولسمشر ټینګار کړی چې د هر ډول یرغل په وړاندې به د ایران ځواب پښیمانوونکی وي۔

د ایران ولسمشر «مسعود پزشکیان» په ټولنیزو شبکو کې په یوه یاداښت کې لیکلي:  « د هرظالمانه یرغل پر وړاندې به د ایران اسلامي جمهوریت  ځواب سخت او پښیمانوونکی وي»۔
دا یادښت د ایران د ولسمشر له‌خوا د امریکا د ولسمشر د دوشنبې شپې د ګواښ په غبرګون کې خپور شوی دی۔

د امریکا ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» د صهیونیستي رژیم له لومړي وزیر «بنیامین نتانیاهو» سره د لیدنې پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې ایا امریکا به اسرائیل ته پر ایران د بیا برید اجازه ورکړي که نه، نوموړي وویل: «د توغندیز توان لپاره حتمي، او د اټومي موضوع لپاره ډېر ژر»۔