عراقچي: د بمباریو له طریقه د ټکنالوژۍ له منځه وړل نشي کېدای
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i169390-عراقچي_د_بمباریو_له_طریقه_د_ټکنالوژۍ_له_منځه_وړل_نشي_کېدای
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې د ایران پر سوله ایزو اټومي تاسیساتو د امریکا او صهیونیسټي رژیم تیریو ته په اشارې سره وویل چې په دې بریدونو کې زموږ د سوله ایز اټومي پروګرام ځینو تاسیساتو او تجهیزاتو ته زیان ورسېد، مګر د بمباریو له طریقه د ټکنالوژۍ له منځه وړل نشي کېدای.
(last modified 2026-01-10T03:04:09+00:00 )
Jan 10, 2026 07:31 Asia/Kabul
  • عراقچي: د بمباریو له طریقه د ټکنالوژۍ له منځه وړل نشي کېدای

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې د ایران پر سوله ایزو اټومي تاسیساتو د امریکا او صهیونیسټي رژیم تیریو ته په اشارې سره وویل چې په دې بریدونو کې زموږ د سوله ایز اټومي پروګرام ځینو تاسیساتو او تجهیزاتو ته زیان ورسېد، مګر د بمباریو له طریقه د ټکنالوژۍ له منځه وړل نشي کېدای.

عراقچي له المنار خبري شبکې سره په خبرو کې زیاته کړه چې: د ایران وضعیت په ټوله کې ښه دی، که څه هم د بندیزونو او اقتصادي کمزورتیاوو له امله ځینې ستونزې شته.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل: د صهیونیسټي رژیم چارواکي ادعا کوي چې د موساد( د صهیونیسټي رژیم د جاسوسۍ سازمان) ځواکونه په تهران او ایران کې شتون لري او په وروستیو ګډوډیو کې رول ادا کوي.

عراقچي وویل: دوی هوډ درلود هماغه کار چې په ونزویلا کې وکړ، په ایران کې هم ترسره کړي او فکر یې کولو چې کولای شي په درې ورځو کې ایران تسلیمۍ ته اړ کړي مګر وې نشو کړای.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: موږ چمتوالی لرو د یوه عادلانه او عزتمندانه توافق لپاره د متقابل درناوي له مخې اقدام وکړو، مګر ډاډه نه یو چې امریکایان داډول غوښتنه ولري.

عراقچي په پای کې وویل: د صهیونیسټي رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د ستر اسرائیل اړوند د خپل خوب په اړه خبره کوي او د سېمې ټولو هېوادونو ته یې ګواښ وکړ مګر په لبنان او ایران کې له سخت مقاومت سره مخ شو.