د اسرائیلو ګمارل شويو ترهګرو، ماشوم وژنه د ایران دننه راوستله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i169430-د_اسرائیلو_ګمارل_شويو_ترهګرو_ماشوم_وژنه_د_ایران_دننه_راوستله
پارس ټوډې- د ایران له واکه لري کړل شوي پاچا د زوی بلنه، په ایران کې د عمومي ترهګریزو عملیاتو د پیل راز وو.
(last modified 2026-01-11T08:24:33+00:00 )
Jan 11, 2026 12:51 Asia/Kabul
  • ملینا ۳ کلنه کرمانشاهي نجلۍ چې د وسله والو ترهګرو له خوا په ډزو سره په شهادت ورسېده.
    ملینا ۳ کلنه کرمانشاهي نجلۍ چې د وسله والو ترهګرو له خوا په ډزو سره په شهادت ورسېده.

پارس ټوډې- د ایران له واکه لري کړل شوي پاچا د زوی بلنه، په ایران کې د عمومي ترهګریزو عملیاتو د پیل راز وو.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د اقتصاد اړوند په موضوع سره د ایران د خلکو په حقه اعتراضونه، د امریکا اواسرائیلو د پوځي موخو په لاسوهنې بدلې شوې، چې په ۱۲ ورځنۍ جګړې کې په خپلو موخوکې ناکام شوي وو. په تېرو ۶ میاشتو کې د ایران د ناامنه کولو لپاره د دې جنایتکارانو له لورې خورا زیات اقدامات ترسره شول. له هغې ډلې د زیان رسولو په ځای کې د وسله والو ترهګرو ځای پرځای کول.

د اقتصادي اعتراضونو له پیل وروسته، دې نفوذي ترهګرو، ځانونه د خلکو په منځ کې ځای پرځای کړل او د خلکو له منځه یې خلک موخه وګرځول. په کار باندې د ترهګرو پیل، په بېلابېلو ښارونو کې د ایران له واکه لرې کړل شوي پاچا د زوی رضا پهلوي له بلنې سره په یوه وخت وو، چې په خپلې بلنې سره په حقیقت کې نفوذي عناصرو ته یې د ایران د ورانۍ او د خلکو د وژنو فرمان صادر کړ.

د دې قربانیانو له ډلې څخه یوه هم تېره پنجشنبه د مرغومي په ۱۸مه، په کرمانشاه کې ۳ کلنه ملینا وه، هغه درې کلنه نجلۍ چې د پلار په غېږه کې او درملتون ته د ننوتلو په حال کې وه، د وسله والو جنایتکارانو په کلابندۍ کې راغله، وسله والو ترهګرو په وحشیتوب سره ۳ کلنه ملینا په دزو سره په شهادت ورسوله.