قالیباف: د خلکو اعتراضونه اورېدل کېږي؛ خو ترهګري به ونه زغمو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i169444-قالیباف_د_خلکو_اعتراضونه_اورېدل_کېږي_خو_ترهګري_به_ونه_زغمو
پارس ټوډې – د ایران د اسلامي شورا د مجلس رئیس پر باندې په ټینګار سره چې نن سبا د ایران ملت د وسلوالو ترهګرو پر وړاندې کلک ولاړ دی، وویل: د ملت د بریا بهیر به په دغو ورځو کې خپل اوج ته ورسېږي.
(last modified 2026-01-11T11:48:38+00:00 )
Jan 11, 2026 16:17 Asia/Kabul
  • قالیباف: د خلکو اعتراضونه اورېدل کېږي؛ خو ترهګري به ونه زغمو

پارس ټوډې – د ایران د اسلامي شورا د مجلس رئیس پر باندې په ټینګار سره چې نن سبا د ایران ملت د وسلوالو ترهګرو پر وړاندې کلک ولاړ دی، وویل: د ملت د بریا بهیر به په دغو ورځو کې خپل اوج ته ورسېږي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د اسلامي شورا د مجلس رئیس محمدباقر قالیباف د یکشنبې په ورځ وویل چې نن موږ د صهیونیسټي دښمن او امریکا پر ضد په څلورو جبهاتو کې په جګړه کې یو: اقتصادي جګړه، ادراکي (شناختي) جګړه، پوځي جګړه او ترهګریزه جګړه. هغه وویل: د خلکو پر حقه ولاړ اعتراضونه به په جدي توګه څېړو، خو د ترهګرو پر وړاندې به ودرېږو.  

هغه زیاته کړه: بې له شکه د بسیج او سپاه ځواکمن ځواکونه په دې جګړه کې ټینګ ولاړ دي او په دې برخه کې به یو ذره هم شاتګ ونه کړي.

د اسلامي شورا د مجلس رئیس وویل: هغه کسان چې په رسمي ډول ځانونه د پردیو مزدوران بولي او د امریکا د ولسمشر د خوشحالولو لپاره خپل وطن ته خیانت کوي او د داعش په جنایتکارانو بدل شوي او ترهګریزه جګړه یې پیل کړې، پوه دې شي چې موږ به ورسره په تر ټولو سخت ډول چلند وکړو.

 

ټرمپ دې له ناسمو سلامشورو ځان وساتي، پښیماني ګټه نه لري

د ایران د اسلامي شورا د مجلس رئیس وویل چې د امریکا متوهم ولسمشر ته یوه سپارښتنه هم لرم، او ورته ویې ویل: پام کوه هغه سلامشورې چې تا ته د ایران پر ضد د برید لپاره درکول کېږي، له هغو سلامشورو څخه نه وي چې تا ته یې ویلي وو «مشهد سقوط کړی دی». نو د دې لپاره چې محاسباتي تېروتنه و نه کړې، پوه شه چې که د ایران پر ضد د برید اقدام وکړې، هم اشغال شوې خاورې او هم په سیمه کې د امریکا ټول پوځي مرکزونه، اډې او کښتۍ به زموږ مشروع هدفونه وي. لازمه وه دا خبره تا او ستا ټولو سیمه‌ییزو متحدینو ته ووایم چې محاسباتي تېروتنه و نه کړئ، ځکه پښیماني به هېڅ ګټه ونه لري.