د بریتانیا سفیر د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i169458-د_بریتانیا_سفیر_د_ایران_د_بهرنیو_چارو_وزارت_ته_احضار_شو
پارس‌ټوډي – په لندن کې د ایران د اسلامي جمهوریت پر سفارت د ایراني ضدعناصرو د برید له امله، په ایران کې د بریتانیا سفیر د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو.
(last modified 2026-01-12T07:59:03+00:00 )
Jan 12, 2026 12:26 Asia/Kabul
  • د بریتانیا سفیر د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو

پارس‌ټوډي – په لندن کې د ایران د اسلامي جمهوریت پر سفارت د ایراني ضدعناصرو د برید له امله، په ایران کې د بریتانیا سفیر د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو.

په لندن کې د ایران د اسلامي جمهوریت پر سفارت د  ایراني ضده عناصرو د برید، د ایران د بیرغ د سپکاوي او د بریتانیا د بهرنیو چارو د  وزیر د ګوت وهونکو  څرګندونو په تعقیب، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د لوېدیځې اروپا عمومي مدیر او د خارجه وزیر مرستیال علیرضا یوسفي، په تهران کې د بریتانیا سفیر هوګو شورتر وزارت ته ور وغوښت او د ایران د اسلامي جمهوریت سخت اعتراض ئې هغه ته ورسوه.

د ایران د خارجه و زارت د لوېدیځې اروپا دڅانګې  عمومي مدیر د سفارت د امنیت په برابرولو او د قانون ماتوونکو پر ضد د اقدام په برخې کې د بریتانیا د پولیسو ښکاره لټي وغندله او ټینګار ئې وکړ چې د سفارت، ډیپلوماټانو، کارکوونکو او ډیپلوماټیکو ودانیو د امنیت تأمین د بریتانیا د حکومت قانوني مسؤلیت دی.

یوسفي همدارنګه د هغو ځینو ترهګرو ډلو د دوامدار شتون او فعالیت پر وړاندې سخت اعتراض وکړ چې د رسنیو تر نامه لاندې د ایران د ملت پر ضد دروغ خپروي او تاوتریخوالی او  ترهه ګرۍ ته لمن وهي.

هغه د ترهه ګرۍ  پر وړاندې د مبارزې، د مالي ملاتړ د مخنیوي او د ترهګرو فعالیتونو د نه ملاتړ په برخې کې د بریتانیا د نړیوالو او حقوقي تعهداتو په یادولو سره، د دې ډول ترهګرۍ ملاتړکوونکو رسنیو د فعالیت د بندولو لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

په تهران کې د بریتانیا سفیر هم د ایران پر سفارت په  شوي برید د خواشینۍ څرګندونه وکړه او وې ویل چې دا موضوع به په بېړني ډول لندن ته ورسوي.