ددښمن د تېروتنې ځواب به غاښ ماتونکی او پښمانه کونکی وي
پارسټودي – د سپاه پاسدارانو لوي قومندان خبرداری ورکړ: بېله شکه ټرمپ او نتانیاهو د ایران د ځوانانو او د هېواد د امنیت د مدافعانو قاتلان دي.
په وروستیو شپو ورځو کې، د ایران د خلکو د قانوني اعتراضونو له امله چې د اقتصادي ستونزو او د اسعارو د بیو د لوړېدو له کبله رامنځته شوي وو،اسراییلي رژیم او د امریکا پورې تړلي بهرني استخباراتي سرویسونه – د چارواکو د څرګندونو له مخې – د ایران په خاورې کې فعال شول او ترهګریز خوځښتونه ئې پیل کړل. خو د امنیتي ځواکونو او د ایران د ملت د هوښیارۍ له امله دا دسیسه شنډه شوه. له دې وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د ایران اسلامي جمهوریت ته تکراري ګواښ وکړ.
د پارسټودي د راپور له مخې، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو لوی قومندان سردار جنرال محمد پاکپور د چهارشنبې په ورځ په یوه پیغام کې، د امنیت د شهیدانو د جنازو په دستورو کې د ایران د ملت د ولولناک او پرتمین شتون د قدردانۍ تر څنګ، اعلان وکړ:
بسم الله الرحمن الرحیم
دخداوندمتعال سلام او درود دې وي د هغو قدرمنو او خوږو شهیدانو پر پاکو ارواوو چې خپل ځانونه او شتمني ئې د داخلي بېوطنه پيّلو او د داعش د وسلهوالو ترهګرو پر وړاندې د مقابلې په ډګر کې د ایران او ایرانیانو لپاره قرباني کړل، څو د ګران اسلام او د ایران د اسلامي جمهوریت مقدس نظام سره خپله نهختمیدونکي مینه او وفاداري نړۍ ته وښئي.
او درود دې وي پر هغه ستر او باعزته ملت، د ایران اسلامي ملت، چې د امریکا ـ صهیونیسټ رژیم روزل شوو او منظمو شوو ترهګرو پر وړاندې له پاڅون وروسته، د مرغومې د میاشتې د ۲۲مې ورځې په حماسې کې، د اسلامي وطن په ګوټ ګوټ کې، په ځانګړي ډول په تهران،د خپلو شهیدو اولادونو د قربانئ او سرښیندنې او د شهادت عظمت، د هغوي د جنازو او باوقاره بدرګې په مراسمو کې د اسلامي نړۍ په امالقرى کې، نندارې ته وړاندې کړ.
هغه زړور او با بصیرته ښځې او سړي چې د امنیت د مدافعو شهیدانو مېړانه او ځوانمردي ئې د شیطان د ملګرو، د شیطان د تالی څټو او د زمانې د نمرود، قمارباز او جنایتپیشه ټرمپ، او د ماشوموژونکي او جنایتکار نتانیاهو پر وړاندې وستایله، او د عزت او شوکت په اوج کې ئې د خپلو شهیدانو روښانه او سپېڅلي بدنونه د جنت پر لور بدرګه کړل.
بېشکه ټرمپ او نتانیاهو د ایران د خاورې د ځوانانو او د هېواد د امنیت د مدافعانو قاتلان دي، او د هغوی د تالی څټو وحشي ډوله جنایتونه به هېڅکله د دې وطن له حافظې ونه وځي، او په مناسب وخت کې به ئې حتمي ځواب ترلاسه کړي.
د امنیت د شهیدانو د جنازې په مراسمو کې د ایران د شریف او قدرپېژندونکي ملت له ولولناک څخه په مننې سره، یو ځل بیا د وروستیو ترهګریزو اقداماتو مشرانو ته خبرداری ورکوو چې د خلکو قدرتمن سپاه پاسداران د دښمن د محاسبوي تېروتنې او د هغوی د کورنیو او اجاره ي داعشصفته ګوډاګیانو پر وړاندې د قاطع او پریکنده غبرګون لپاره په بشپړ چمتووالي کې دی.
او د خدای تعالی په توکل، د رهبرۍ د ستر مقام (مدظلهالعالي) تر قیادت لاندې، او د ایران د ملت د ټولو پرګنو په سپېڅلي اتحاد سره، د سپینې ماڼۍ او تلابیب د واکمنانو وهمي نقشې به د قدرتمن ایران پر ضد شنډې کړي.