امیرالحبر سیاري: که جګړه پیل شي، دښمن به درانه زیانونه وویني
پارسټوډې – د ايران د اسلامي جمهوريت د پوځ همغږي کوونکي مرستيال د دښمنانو د ګواښونو په اړه وويل: د ايران د اسلامي جمهوریت پوځ تل چمتو دی چې له هر ډول ګواښ سره مقابله وکړي، او که کومه پېښه رامنځته شي، بې له شکه دښمن به ډېر ستر زيان وويني.
د پارسټوډې د راپور له مخې، د ايران د اسلامي جمهوريت د پوځ همغږي کوونکي مرستيال امیرالحبر حبيبالله سياري، پرون د چهارشنبې په ورځ، د ايران د وسلهوالو ځواکونو پر توانمنديو د ټينګار ترڅنګ وويل: موږ د هر ډول ګواښ پر وړاندې، که په وچه کې وي، که په هوا او که په سمندر کې وي، درېږو او پوځ تل چمتو دی چې له هر ډول ګواښ سره مقابله وکړي.
د ايران د اسلامي جمهوريت د پوځ همغږي کوونکي مرستيال د ايران پر ضد د دښمنانو د ادراکي او ترکيبي جګړې په اړه وويل: د ايران هوښيار او باخبره ولس او چارواکي، د دښمن د چلونو د مقابلې لارې پېژني او د يووالي، همغږۍ او انسجام له لارې، په خپل وخت دښمن ته ځواب ورکوي.
امیرالحبر سياري د دښمنانو د توطئو په شنډولو کې د مرغومې ۲۲مې د حماسې اغېز ته په اشارې سره وويل: کله چې دښمنان په نورو ډګرونو کې بريالي نه شي، نو د نرمې او ترکيبي جګړې په ډګر کې فشار راوړي؛ خو د ايران باخبره ولس ښه پوهېږي چې په اوسني حالت کې د مقابلې لاره؛ يووالی، انسجام او همپالنه ده. دښمن غواړي دا يووالی مات کړي، خو هېڅکله به بريالی نه شي.
نوموړي د ايراني ملت پر هوښيارۍ او بصيرت ټينګار وکړ او ويې ويل: له ۱۲ ورځنۍ تپل شوې جګړې وروسته، خلکو يو ځل بيا په ډګر کې خپل هوښيار حضور وښود او د دښمن توطئه يې شنډه کړه.
د ايران د اسلامي جمهوريت د پوځ همغږي کوونکي مرستيال په دوام کې، د سيمې په اړه د بهرنيو رسنيو له لوري د امريکايي جنګي بېړيو د شتون په باب د تبليغاتو يادونه وکړه او ويې ويل: له ۱۳۵۹ کال راهيسې دوی غوښتل د توپوالو بېړيو ډيپلوماسي پلي کړي څو موږ ووېروي، خو امام خميني (ره) په سېمه کې د امريکايي بېړيو د شتون په اړه فرمايلي وو: که زه هلته وای او دا مې ليدلي وای، نو په همدې نعلينو به مې وهلی وای؛ دا جمله يو ژور او ښوونکی مفهوم لري.
امیرالحبر سياري د دښمنانو د بېاساسه خبرو پر وړاندې د ايران د اسلامي جمهوریت پوځ د پيغام په اړه ټينګار وکړ: پوځ په بشپړ باور چمتو دی چې د ۸ کلنې سپېڅلې دفاع او ۱۲ ورځنۍ جګړې په څېر، د ولس د هر اړخيز ملاتړ په مټ، د ايران د اسلامي جمهوريت له ځمکنۍ بشپړتيا، خپلواکۍ او سپېڅلي نظام څخه دفاع وکړي او خپل ماموريت په تر ټولو ښه بڼه ترسره کړي.