د ایران د جدې د میاشتې د شهیدانو د څلوېښتمې مراسم
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i170858-د_ایران_د_جدې_د_میاشتې_د_شهیدانو_د_څلوېښتمې_مراسم
پارس تودی- د جدې د میاشتې د امنیتي پېښو د شهیدانو د څلوېښتمې مراسم، د شهیدانو د کورنیو او د ایران د خلګو د مختلفو پرګنیو په پراخ ګډون سره د تهران په مصلا کې تر سره شو.
(last modified 2026-02-18T08:42:12+00:00 )
Feb 18, 2026 13:11 Asia/Kabul
  • د تهران په مصلی کې د ایران د جدي د مېاښتې د شهیدانو د څوېلښتی مراسم
    د تهران په مصلی کې د ایران د جدي د مېاښتې د شهیدانو د څوېلښتی مراسم

پارس تودی- د جدې د میاشتې د امنیتي پېښو د شهیدانو د څلوېښتمې مراسم، د شهیدانو د کورنیو او د ایران د خلګو د مختلفو پرګنیو په پراخ ګډون سره د تهران په مصلا کې تر سره شو.

د پارس تودی له راپور سره سم، له پېښو څخه ۴۰ ورځو وروسته تهران ته د مصلې تلونکي کوڅې د خلکو د نه ختمېدونکو څپو کتونکې وې چې د شهیدانو د یاد او خاطرو د لمانځلو لپاره راټول شوي وو. دغه مراسم چې د سې‌شنبې په ماښام د مصلې په شبستان کې ترسره شول، د ایران ولس د وفادارۍ، مقاومت او همدردۍ یوه صحنه وه چې له سوځېدلو کورنیو سره یې وښودله.

خلکو د ایران بیرغونه په لاس کې نیولي، په یو غږ او په منظم ډول شبستان ته داخلېدل. د ننوتلو په سر کې یوه لوحه نظرونه ځانته رااړول چې حاضرینو خپل د زړه لیکنې پرې ثبت کړي وې. داسې جذباتي جملې لکه «دا ټول پوځ د رهبر د مینې لپاره راغلی» او «د ژوند تر وروستۍ سولګۍ پورې د ایران لپاره» پر لوحو باندې ښکاره وې او د انقلاب او شهیدانو له آرمانونو سره د خلکو ژوره مینه څرګندوله.

مراسم د قرآن شریف په تلاوت او د ایران د ملي سرود په خپرولو پیل شول او حاضرینو په یووالي سره د «مرګ پر اسرائیل» او «مرګ پر امریکا» شعارونو سره یو ځل بیا د نړیوال استکبار له غلیمانه سیاستونو څخه خپله کرکه څرګنده کړه. د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان سردار سرلشکر اسماعیل قاآني د خلګو له تود هرکلي او د ملاتړ شعارونو سره داخل شو چې مراسم ته یې بې‌ساري جذبه او حالت ورکړ.

د حاضرینو په منځ کې، د شهیدانو کورنۍ د خپلو له لاسه ورکړل شویو عزیزانو د انځورونو په غېږ کې نیولو سره، د صبر او استقامت د غمجنې سندرې ویونکي وو. د شهید علي‌رضا مور د خپل ځوان زوی انځور په لاس کې اخیستی و، چي د هغه د مظلومیت څرګندوونکې وه، هغې د ایران پر ضد د دښمنانو د فضاسازي په اړه یې وویل: «په دې ورځو کې مې اوریدلي چې دښمنان وایي حکومت په زوره د کامرې مخې ته د قربانیانو کورنۍ کښېنولي دي، زه ورته وایم چې زه خپله هغه شپه د ګډوډیو پر مهال بهر وم او په خپلو سترګو مې ولیدل چې دا جنایت یوازې د ایران د دښمنانو لخوا شوی دی.»

یوه بل مور چې په مراسمو کې حاضره وه هم د ایران د ناامنه کولو لپاره د دښمنانو د شرارتونو په هلکه ټینګار وکړ: «په دې ورځو کې یو شمېر کسان د ایران څخه بهر ناست دي او دننه ځوانان د ځانونو او د نورو د وژلو لپاره هڅوي. نړۍ دې وویني، زموږ اصلي خلک همدا دي چې دلته حاضر دي. دا چې ځینې مزدورانو له ټرمپ څخه مرسته غواړي، ډېر خندونکی دی.»

یوه بله ښځه چې په دې مراسمو کې ګډون درلود، په وروستیو ناامنیو کې د بهرنیو څرګندو لاسوهنو په اړه د لویدیځو هیوادونو استخباراتي اېجنسیو ته په خطاب کې وویل: «زه موساد او سی آی اې ته وایم چې په خیالي ډول له ماشوم وژونکو وسلو سره ایران ته ننوتي؛ موږ به د خپلې وینې تر وروستۍ څاڅکي پورې د ایران او زموږ د مشر تر شا ودریږو.»