امیرالبحر تنګسیري: د تیري ګرو قبرونه تیار شوي دي
Mar 21, 2026 20:12 Asia/Kabul
پارس ټوډی- د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک قومندان وویل: په ټولو ایراني جزیرو کښې د ماشوم وژونکو تیري ګرو قبرونه مو تیار کړي دي.
د پارس ټوډی د خبر له مخې، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک قومندان ایډمرل علیرضا تنګسیري به خپلې سوشل میډیا ولیکل: د المنهاد او علی السالم هوايي اډو تاسیسات او د امریکايي او صهیوني الوتکو ځالې او د سونګو مخزنونه مو په ګڼو بالستک توغندیو او ویجاړوونکو ډرونز سره ویجاړ کړل. له دغو اډو څخه په ایراني جزیرو باندې تیري کیدل.
امیرالبحر تنګسیري تینګار وکړ چې په ټولو ایراني ټاپوګانو کښې یې د ماشومانو د قاتلو تیري ګرو ګورونه تیار کړي دي.
ټیګونه