د ایران وسلوال ځواکونه د هراړخیزې دفاع لپاره بشپړ چمتووالی لري
ایرناخبری آژانس راپور ورکړی ، د ایران خاتم الانبیاء مرکزی غونډ قوماندان هم د پاکستان د پوځ له ستر قوماندان فیلډ مارشل عاصم منیر سره په کتنې کې په زغرده ووئيل؛ د ایران د اسلامی جمهوریت وسلوال ځواکونه د هراړخیزې دفاع لپاره بشپړ چمتووالی لري.
د ایران د خاتم الانبیاء مرکزی غونډ قوماندان سردار عبداللهی وړمه ورځ مازدیګر په دغې کتنې کې په زغرده ووئيل؛د دښمن د شرارت په بڼه کې د ایران وسلوال ځواکونه ددفاع لپاره بشپړ تیار دي.
په دغې کتنې کې چې په ډيرې په زړه پورې فضا کې شوې ،سردارعبداللهي په دوهم او دریم تپلي جنګ کې د ایران له اسلامي جمهوریت څخه د پاکستان د ملت او حکومت د ملاتړي دریځونو قدرونه وکړه او دواړهیوادونه ئې د یوه بل سټراټژيک بشپړونکي او عُمق وارزول او د تپلي جنګ په باب ئې یو لړ توضیحات وړاندې کړل.
د پاکستان د پوځ ستر قوماندان هم د هغو اقداماتو په باب چې د جنګ د ختمیدا په چوکاټ کې ترسره شوي ، او همداراز په تهران کې د خپلو خبرواترو په باب راپور وړاندې کړ او وې وئيل، دغوهڅو ته به دوام ورکړي.