د؛علم او ساینس شهیدان؛(1)
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i172592-د_علم_او_ساینس_شهیدان_(1)
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږو مینه و الو  په دې شیبو کې د ساینس  او علم د شهید په نامې سره د لړئ له ننني لومړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو. دغه لړئ د  ایران د اسلامی جمهوریت د  علم او  ساینس د شهیدانو  د پوهې او زیار  په باب  معلومات ستاسو خدمت ته وړا ندې کوو، نو هیله د ه چې دغه لړئ ستاسو  د خوښې وړ وګرځي.
(last modified 2026-05-06T08:10:00+00:00 )
May 06, 2026 12:11 Asia/Kabul
  • د؛علم او ساینس شهیدان؛(1)

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږو مینه و الو  په دې شیبو کې د ساینس  او علم د شهید په نامې سره د لړئ له ننني لومړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو. دغه لړئ د  ایران د اسلامی جمهوریت د  علم او  ساینس د شهیدانو  د پوهې او زیار  په باب  معلومات ستاسو خدمت ته وړا ندې کوو، نو هیله د ه چې دغه لړئ ستاسو  د خوښې وړ وګرځي.

ګلونو دوستانو ،هغه پوهاند او سانیس پوهان  چې په وروستیو کلونو کې د دښمنانو، په تیره بیا  د اسرائیلي وحشي  او  ترهه ګر رژیم له خوا شهیدان شوي دي. د دغې لړۍ لومړۍ برخه د ایران د اسلامی جمهوریت شهیدسانیس پوه ډاکټر «مجید شهریاري» لپاره ځانګړې شوې ده، چې په څو برخو کې به ئې  ستاسو خدمت ته وړاندې کړو.

ګرانو اورېدونکو!  د هغو ایرانيو شهید شوو  ساینسپوهانو بې‌غږه غږ ته غوږ ږدو چې د علم د زده‌کړې په لارې  کې ئې ګام ایښی ؤ. په تیره بیا  د دغې لړۍ په لومړي سپَرکي کې د شهید ډاکټر مجید شهریاري پر ژوند تمرکز کوو؛ یو پوهنتوني استاد او ایرانی فزیکپوه چې د ۱۳۸۹  لمریز کال د لیندئ یا قوس د میاشتې  په ۸  (یعني د ۲۰۱۰ کال د  نومبر په ۲۹) د اسرائیلو  د ترهګر  او و حشي رژیم له خوا شهید شو.

علم یا ساینس  په ټولو فرهنګونو  یا کلتورونو  کې د انسان یو ارزښتناک صفت بلل کېږي، او حتی د انسان توپیر له نورو مخلوقاتو سره د هغه په پوهې او د خپل چاپېریال د پېژندنې په لېوالتیا کې دی. خو تر دې هم زیات، علم په  اوسنئ نړۍ کې لا ځانګړی مقام لري. علم او پوهه د ټولنو د ځواک سرچینه ده. هغه ټولنه چې د علم، پوهې او ټیکنالوژۍ په برخې کې څه د ویلو لپاره ولري،نو خپلو موخو ته رسیدلی شي. له همدې امله، نن سبا  په هرې ټولنې کې د پوهانو او عالمانو فعالیتونه د ژوند لوری او د کلتور د خوځښت کچه ټاکي. د همدې خبرو په رڼا کې ښه ده چې د دې اوسمهاله  ایراني ساینسپوه، ډاکټر مجید شهریاري د ژوند له کیسې سره یوځای شو، او د هغه په خبرو اوپه   دغې لارې کې ځان ورسره مل کړو.

=   قدرمنو دوستانو ؛ وائي چې ؛؛ هواَ تر یوه حده یخه شوې ده، داسې ښکاري لکه د ژمي خبر له ځان سره راوړي. کوڅه لا هم د تازه خاورې بوي لري؛ داسې  بوي چې یوازې د مني له بارانونو وروسته راځي. کورونه سره نږدې دي، دېوالونه ټیټ دي، او د ماشومانو د لوبو غږ ونه کله ناکله د کوڅې له پاي اورېدل کېږي.

په همدې کورونو کې په یوه کې، چې کړکۍ ئې له ساده شیشو او یو  نازک او  نري  رنګه پَردې سره پوښل شوې، یو ماشوم ناست دی. یوه  کتابچه ئې پر زنګون ایښې، او یو  پنسل ئې په  ګوتو کې  نیولی دی. په آرام ډول ئې سر ټیټ کړی او سترګې ئې هغې کرښې ته ځیرې دي چې تازه ئې کښلې ده. دا ماشوم مجید دی. مجید شهریاري.

هغه د ۱۳۴۵ لمریز کال (۱۹۶۶) کې د ایران په زنجان ښار کې وزېږېد؛ هغه ښار چې ژمی ئې سخت او اوړی ئې ګرم  وي. په هغه وخت کې کورونه نه ډېر لوي وو او نه له وسایلو ډک؛ خو هر څه خپل ځای درلود. هماغه کوچنی کور، په یوه ساده کوڅې  کې، د هغه د  احساس  لومړنی پناه‌ځای شو.

مور ئې د ژمي په شپو کې زر سماوار بَلوَلو، څو د چای بوي په فضا کې خور شي، او هغه به هم د همدې چاي د بوی ترڅنګ خپله کتابچه پرانیستله. زنجان، له خپلو واورو او بادونو سره، او د منی وروستیو ژېړو لمَرونو سره، د مجید د ماشومتوب د شپو ورځو چوکاټ و.

کوڅه  دومره ارامه وه چې د کورونو د دروازو د بندېدو غږ به هم اورېدل کېده. همدغې  کله ناکله چوپتیا هغه ته دا فرصت ورکاوه چې له خپلې کتابچې او پنسل سره یوازې پاتې شي، او د یوه کوچني کور تر چت لاندې، په خپلې لوئې نړۍ کې ګامونه پورته کړي.

د هغه کتابچه یا کاپئ شنې آسماڼي رنګه کرښې لري. پاڼې ئې سپینې او تشې دي. خو د هغه لپاره دا سپینوالی له پوښتنو ډک دی؛ له هغو شیانو ډک دی چې باید وموندل شي. هغه کړکۍ ته ګوري. هغو  َونو ته چې شاخونه  ئې په باد او هوا  کې خوځېږي. هغه مرغه ته ګوري، چې پر شاخ کېني او بیا الوزي.

؛ ولې مرغه الوزي؟ ولې پاڼې لوېږي؟ ولې شپه کېږي او ورځ بېرته پیل کېږي؟؛

دا ټوله پوښتنې ښائي د لويانو لپاره عادي او ساده وي. خو د هغه ماشوم لپاره چې تازه ئې نړۍ ته سترګې پرانیستې دي، دا عادي نه دي. هر ساده شی، یو راز  دی.

 هغه پنسل اخلي او په کتابچه یا کاپئ کې یوه کرښه راکښي؛ یوه کږه وږه کرښه، لکه هغه مرغه چې لیدلی ئې ؤ. بیا ترې چاپېره یوه دایره راکاږي. ښائي لمر وي، ښائي هغه نړۍ وي چې په ذهن کې ئې جوړوي. په هغې نړۍ کې هر څه ځواب لري، هر څه په خپل ځای دي. خو په بهرنئ نړۍ کې پوښتنې بې‌ځوابه پاتې کېږي. هغه پوهېږي چې باید ځواب ومومي، باید پوهه شي. دا د پوهېدو مینه هماغه څه دي چې وروسته ئې « احساس ، حساسیت یا کنجکاوي» بولو.  احساس  او حساسیّت هغه قدرت  دی چې ذهن خوځوي؛ داسې ذهن چې تر څو څه باندې  پوهه نشي ،نو  ارامه کیږي  نه.

 ګلونو آوریدونکو ،وائي چې ،د مور غږ له پخلنځي راځي. د تازه ډوډۍ بوي   هم خپرېږي. خو مجید لا هم سر ټیټ کړی دی. لا هم خپلې کتابچې یا کاپئ  ته ځیر دی. داسې ښکاري لکه په هغو سپینو پاڼو کې څه ویني چې نور ئې نه ویني؛ داسې څه چې یوازې دی ئې موندلی شي. دا ژور ه  کتنه، دا تمرکز،  پر هغه څه چې نور ئې نه ګوري، هماغه د پیل ټکی دی. د داسې لارې پیل چې کلونه وروسته به هغه پېچلو لابراتوارونو ته، ستونزمنو فورمولونو ته، او د علم پولو ته ورسوي. خو  اوس ، یوازې یوه ساده کاپئ ده، یو پنسل دی، او هغه پوښتنې دي چې د کور په چوپتیا کې تاوېږي.

وائي چې ،کور ګرَم دی. دا ګرمي له یوې وړې بُخارۍ څخه راځي. خو د مجید ذهن بل ځای دی؛ د ځمکې او آسمان تر مینځ،  د حقیقت او خیال تر مینځ. هغه یوه نقشه رسمَوي؛ د هغې نړۍ نقشه چې غواړي  وې پېژني. ښائي دا نقشه هېڅکله د چا په کار رانشي، ښائي کرښې ئې لا پخې نه وي، خو د هغه لپاره ارزښت لري. ځکه دا لومړی ګام دی. لومړی ګام تل نیمګړی وي، تل لړزېدونکی وي. خو که وا نخیستل شي، نو بیا به دوهم، لسم او سلُم ګام  هم وا نخیستل شي.

مور راځي او لاس ئې پر سر ږدي. پوښتي: «زویه، څه کوې؟» مجید سر پورته کوي او وائي: «زه زده کړه کوم.» زده کړه کوې.؟ همدا لنډه جمله د هغه د راتلونکي ټول ژوند کِلي ده . هغه تل د زده کړې په حال کې دی؛ له ماشومتوبه، تر د زده‌کوونکي کلونو، تر استاد کېدو، او تر هغه وخته چې لوي مسؤلیتونه پر اوږو ور کېښوول کېږي. هغه زده‌کوونکی پاتې کېږي. ځکه پوهېږي چې هر څومره ډېر پوهه شي، هومره دا درک کوي چې لا ډېر څه نه پوهېږي. دا د پوهې نه ختمیدونکی بهیر دی.

مازدیګر کېږي. باد  او هوا تیزي ، پاڼې په تېزۍ سره تاوېږي. مجید خپله کتابچه او کاپئ بندوي،خو پوښتنې نه تړل کېږي. هغه په ذهن کې پاتې کېږي؛ لکه تخمونه چې په خاورو  کې کرل شوي وي او د ټوکېدو په تمه وي. سبا بیا کتابچه پرانیزي، بیا نوې پوښتنې راځي. دا تکرار، دا په  حساسیّت  او کنجکاوي  کې ټینګ پاتې کېدل، هغه څه دي چې د هغه شخصیت جوړوي. هغه بیړه نه لري. پوهېږي چې پوهېدل وخت غواړي. پوهېږي چې باید صبر ولري؛ هماغه صبر چې وروسته د علمي څېړنو په لاره کې ورسره مرسته کوي

Image Caption

 

 ګلونو  آوریدونکو  وائي چې ؛ شپه کېږي. څراغ بل دی. سیوری پر دېوال نَڅا کوي. مجید په بستر ې کې پروت دی، خو خوب نه ورځي. هغو ستورو ته  ګوري  او فکر کوي چې له کړکۍ ښکاري، د هغوی واټن له ځمکې، او تر هغو رازونوپورې  چې د اسمان په تیاره کې پټ دي. دا د لیرې او لویو شیانو په اړه فکر کول د داسې ذهن نښه ده چې د څلورو دېوالونو تر مینځ نه محدودېږي؛ داسې ذهن چې الوزي او سرحد نه پېژني.

سبا سهار، مجید بیا له خپلې ساده کتابچې  او کاپئ سره پیلوي. خو دا ځل یو څه بدل شوي دي. هغه اوس پوهېږي چې پوښتنه کول نه یوازې عیب نه دی، بلکې یو ارزښت دی. پوهېږي چې هر ځواب د نوو پوښتنو دروازه پرانیزي. او دا لړۍ هماغه څه ده چې علم مخ ته وړي. علم یوازې د چورلټو  ځوابونو مجموعه نه ده، بلکې د نه  ختمیدونکو پوښتنو یو بهیر دی. او کوچنی مجید، ئې له دې چې پخپله پوهه شي، د دې بهیر یوه برخه ګرځېدلی دی.

نو  دوستانو مونږ  اوس  د اورېدونکو په توګه د دې بهیر د پیل شاهدان یو؛ یو ساده پیل، له یوه عادي کوره، له یوې کرښه‌لرونکې کتابچې او کاپئ . خو په همدې سادګۍ کې داسې ځواک پټ دی چې  نړۍ بدلولی شي: داحساس قدرت ، د پوهېدو مینه. هغه قدرت او ځواک چې که وَده ورکړل شي او وهڅول شي،  نو لویو لاسته راوړنو ته لار هواره  هوارولی شي،داسې لاسته راوړنې چې نه یوازې د یوه وګړي ، بلکې د یوې ټولنې او ملت لپاره برخلیک ټاکونکې کېدای شي.

 نو دوستانو ،په دغې کیسې کې مونږ یوازې یو ماشوم ولید چې پوښتنه کول ئې  عادت و؛ نه د دې لپاره چې یوه ورځ کوم مقام ته ورسېږي، بلکې یوازې د دې لپاره چې پوهه شي. یو ماشوم له یوې ساده کتابچې او کاپئ سره، او داسې ذهن چې ارامه  نه کېده! ریښې همداسې جوړېږي؛ بې‌غږه، د سترګو له لید څخه لیرې، د پوښتنې او احساس  په خاوره کې. کله کله یو ژوند له هماغه ځایه معنا پیدا کوي؛ له هغې شېبې چې یو ماشوم هغه څه ته چې نور ئې عادي ویني، بیا ځلې ګوري.

  د تهران د پښتو خپروڼې  و انټرنیټي سایټ  خوږو مینه وا لو ،د مجید د ژوند کیسه دلته  پای ته نه رسېږي... په راتلونکو برخو کې هم د هغه له پوښتونکي سفر سره  زمونږ ملګري پاتې شئ. نو حتما د ساینس او علم د شهیدانو د لړئ دوهمه  برخه آوریدل مه هیوئ نو له مو په نیاؤمن خدړاي سپارو،بریالي او سوکاله ووسئ.

(سیماب)

*****************************************************************************************************************************************************************************