د علم او ساینس شهیدان(4)
د تهران د پښتو خپرونې او د انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو په د ې شیبو کې دعلم او ساینس شهیدانو نومې لړۍ له نننی څلورم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، په دغه نننی پڼځم مطلب کې د ایران د ستر ایټمي پوه ډاکټر شهید مجید شهریاري د انجنئيرئ د شوق او ایتمی نړئ ته د واریدیدا په اړه درسره غږیږو،نو هیله ده چې د استفادې وړ مووګرځي.
ګلونو دوستانو په تیرو مطلبونو کې به مو د شهید مجید شهریاري د علم او پوهې د مینې او زیار په باب مطلبونه آوریدولي وي، نو اوس یو ځل بیا ستاسو په خدمت کې یوو، په دغې لړئ کې بیا هم هڅه کوو، د ډاکټر شهید مجید شهریاري د ژوند کیسې او او د ځینو مهمو او برخلیک ټاکونکو پریکړو او ټاکنو په باب درسره غږیږو.
وائي چې ؛ مجید د لټون او پوښتنې داسې لوړه روحیّه درلودله،چې په لږڅه نه قانع کیده، او تل ئې خپله شاوخوا نړئ ته په ډير ژوَر او بنسټيز نظر سره کتل ،همدا ځانګړنه وه چې هغه ئې دې ته چمتو کړ،څو ستر ې ټاکنې وکړي او د خپلې لارې ستونزې وزغمي.
د مجید د پوښتنې روحیه له ماشومتوبه راویښه وه. هغه ماشوم ؤ چې کله ئې د راډیو غږ واورېد، دا ئې و نه پوښتل چې څه وائي، بلکې دا ئې وپوښتل چې څنګه خبرې کوي؟ همدا ساده پوښتنه، هغه د پوهېدو یو پیل ټکي ته ورساوه؛ داسې ټکی چې پوهېد پخپله ارزښت پیدا کوي.
نو ګلونو آوریدونکو، وائي چې کلونه تېر شول…
مجید داسې زدهکوونکی ؤ چې ذهن ئې یوازې د کتاب په ځوابونو نه آرامېد؛ هغه غوښتل د هرې فورمولې پټ منطق درک کړي. په امیرکبیر صنعتي پوهنتون کې، د برېښنائي انجنیرینګ په څانګې کې، دغه پوښتنه کونکي ذهن لا ډېره وده وکړه؛ خو د خپل هوش د ښودلو لپاره نه ،د امتحان او نمبرو د زیاتولو لپاره نه ، بلکې د نړۍ د پوهېدو لپاره.
په هغو کلونو کې، الیکټرونونه د هغه لپاره یوازې درسي ذرات نه وو.هغه به تر ساعتونوپورې د تختې یا بلیک بورډ مخې ته درېد او خپلو ټولګیوالو ته ئې تشریح کاوه چې برېښنا څنګه په یوه مدار کې جریان پیدا کوي.
د هغه د کتابچې یا کاپئ کرښې منظمې وې، البته د ښکلا لپاره نه ؛ بلکې د فکر د حرکت د درک لپاره.
او په هرې کرښې کې، داسې ښکارېده لکه د هماغه ماشومتوب غږ چې د “راډیو” په اړه ئې پوښتنه کړې وه، بیا اورېدل کېږي.
خو اوس پوښتنه لا لویه شوې وه.
یوازې د برېښنا د جریان یا بهیر په پېژندلو ئې بسنه نه کوله. مجید غوښتل پوهه شي: «دا انرژي له کومه راغلې؟ سرچینه ئې څه ده؟»
د هغه پوښتنې د مدارونو له سطحې لا پورته شوې او د مادې تر پولو ورسېدې.
همدلته، د مجید پوښتونکی ذهن له یوې ستر واقعیت سره مخ شو:داسې واقعیت چې د پرمختګ نشتوالی" بلل کېږي. هغه ولیدل چې د هغه هېواد په ډېرو برخو کې وروسته پاتې دی؛ خو نه یوازې د وسایلو او صنعت له پلوه، بلکې د پوهې له ځواک څخه هم.
د پرمختګنشتوالی یوازې دا نه دی چې فابریکې او لارې ونه لرې؛ بلکې دا دی چې هغه ځای ته لاسرسی ونه لرې چېرته چې د علم او ځواک قواعد جوړېږي،هغه ځاي چې ورته “د پوهې سرحد” ویل کېږي.
مجید ورو ورو دې نتیجې ته ورسېد چې د دغه حالت د بدلولو لپاره باید همدغو سرحدونو ته ولاړ شي؛ باید خپله د طبیعت قوانین درک او رامینځته کړي، نه دا چې د نورو په تعریف پسې انتظار وباسي.
د هغه لپاره، زده کړه او څېړنه نور یوازې شخصي پرمختګ نه و؛بلکې یوه وجودي دنده وه: د پوهېدو مسؤلیت، څو خپلواکي ترلاسه شي.
قدرمنو آوریدونکو؛ وائي چې ،،،،اوس د هغه پوښتنو نوې بڼه غوره کړې وه:
که مونږ انرژي او د هغې سرچینې ونه پیژپېژنو، نو کله به وکولای شو خپله پرېکړه وکړو؟
– که مونږ یوازې د ټیکنالوژۍ مصرفوونکي واوسو، نو کله به وکولای شو خپله انتخاب وکړو؟
دا پوښتنې ورو ورو د هغه د ژوند لوری روښانه کړ؛لکه څراغونه چې یو په بل پسې لار روښانوي.
او دا لاره هغه داسې ځای ته ورساوه چېرته چې علم په خپل ژوَر مفهوم کې له خپلواکۍ سره تړل کېږي؛ داسې ځای چېرته چې انجنیرینګ د هستۍ له پوهېدو سره نږدې کېږي — یعني د پوهې له سرحد سره .
په ۱۳۶۹ کال (۱۹۹۰)کي ، مجید پرېکړه وکړه چې یو نوی ګام واخلي؛ له مدارونو او د څپو له نړۍ څخه د اټوم مرکز یا هستې ته لاړ شي، هغه ځای ته چې انرژي د مادې په بنسټ کې پَرته ده.
هغه د لومړي مقام په ترلاسه کولو سره د تهران د صنتعي شریف صنعتي د اټیمي انجنیرینګ څانګې ته وارد شو.
د هغه لپاره دا ټاکنه یوازې یوه علمي لاره نه وه؛ بلکې یو وجودي حرکت و — داسې حرکت چې موخه ئې داسې پوهه ترلاسه کول وو چې د علمي او ټیکنالوژیکي محرومیتونو د له منځه وړلو لارې پرانیزي.
یوه سخته او ګرانه لار ، چې ستونزې لري، خو نوې افقونه هم ښئي.
په دې پړاو کې، د مجید د زړه څراغ تر بل هر وخت ډېر روښانه شو؛ داسې څراغ چې له پوښتنې، مسؤلیت او پر لارې په ټینګ پاتې کېدو سره بَل شوی و.
هغه د علم او ساینس تر ټولو ستونزمنې څانګې ته مخه کړه، د قدرت لپاره نه ، بلکې د دې لپاره چې د پرېکړې حق او د خپلواکه ژوند حق ترلاسه کړي.
او دا هماغه معنا ده چې “سرحدي علم او ساینس د وجودي خپلواکۍ په توګه” لري، داسې علم چې نه یوازې د پرمختګ وسیله ده، بلکې د پرمختګ د نشتوالي ،له تیارو څخه د وتلو لار هم ده.
= مجید داسې وړتیا ښودلې وه چې د ده دا انتخاب د ټولو لپاره ناڅاپي و.... ولې له الکترونیک څخه اټومي ته؟
نو ...... اوس به د مجید او د هغه د یوه ټولګیوال ترمینځ د دې څانګې د ټاکنې په اړه خبرې واورو:
حسین: وائي؛
مجیده، رښتیا نه پوهېږم. ته چې په الکټرونیک کې استعداد لرې، دا خو ټول پوهېږي. څنګه دې پرېکړه وکړه چې اټومي ته ولاړ شې؟ داسې ښکاري لکه له اصلي لارې دې تاؤ واخیست او یوې بندې کوڅې ته وارد شوې… دا ټولې سختۍ، دا ټولې پېچلتیاوې. ایا دا نه ده چې باید داسې څانګه وټاکې چې زر پایله درکړي؟
مجید:وائي؛؛؛
حسینه، فکر نه کوې چې ستا پوښتنه خپله ځواب لري؟
حسین:؛
هغه څنګه؟
مجید؛؛؛
یعنې همدا چې وائې “زر پایلې ته رسېدل”… داسې ښکاري لکه مونږ سیالي کوو. له چا سره؟ له وخت سره؟ له نورو سره؟ که ښائي له خپل ځان سره؟ زه له کلونو راهیسې په دې فکر کوم چې مونږ ولې د “زر پایلې” په لټه کې یوو . مونږ ولې تل مصرفوونکي یو چې انتظار باسو ،څو نور، څه جوړ کړي، بیا مونږ هغه په زرو محدودیتونو سره واخلو، وپېرو او وې کاروو.
نو حسین بیان وائي؛
یعنې مونږ تل یو ګام شاته یو؟
مجید؛
بالکل همداسې ده ، خو زه نور نه غواړم یوازې دا پوښتنه وکړم او تېر شم. غواړم پوهه شم چې ریښه ئې چېرته ده. ته فکر کوې ستونزه یوازې د پیسو یا وسایلو نشتوالی دی؟ که ښائي تر دې هم ژوره خبره وي…
حسین وائي ،نو کومه ژوره خبره؟
مجید:
دا چې که ته له هغه ځایه بهر پاتې شې چېرته چې پوښتنې د لومړي ځل لپاره مطرح کېږي، نو تل به یوازې چمتو ځوابونه درته رسيږي. نړۍ ته وګوره. هغه کسان چې مخکښ دي، هغه څوک دي چې د مادې زړه، د انرژۍ راز او د طبیعت بنسټیزه ژبه لمس کوي. نه دا چې یوازې وسایل جوړوي؛ بلکې هغوی داسې پوهه لري چې وروسته په ټیکنالوژۍ، ځواک او قدرت او پرېکړه کولو بدلېږي. که ته یوازې د دې پوهې مصرفوونکی اوسې، نو تل به انتظار باسې چې بل څوک څه ډول پوهه، په کومو شرایطو، درته درکړي. دا معنا لري چې ته حتی د انتخاب حق هم نه لرې، هم د پرېکړې حق نه لرې.
حسین؛ وائي ،؛؛؛
نو ته وایې چې د ایټمي انجنیرینګ انتخاب یوازې تخنیکي نه دی؟ یو… سیاسي انتخاب دی؟ که اخلاقي؟
مجید وائي ؛؛؛
دا یو انساني انتخاب دی، حسینه؛؛؛؛. زما پوښتنه دا وه: “مونږ ولې دلته یو؟” ولې په نړیوال ډګر کې زمونږ رول منفعل دی؟ زما ځواب دا شو: ځکه مونږ د پوهې په سرحدونو کې شتون نه لرو. د پوهې سرحدونه هغه ځایونه دي چې بنسټیزې پوښتنې مطرح کېږي او بنسټیز ځوابونه ورکول کېږي. ایټمي پوهه او انجنئرینګ ، له همدغو سرحدونو څخه یو دی. هغه سرحد چې د نړۍ له بنسټیزې انرژۍ سره تړاو لري. که غواړې له دغې مصرفي دورې ووځې،نو بله لاره نه لرې پرته له دې چې په تر ټولو سختو پوښتنو فکر وکړې او د هغوی د ځواب لپاره تر ټولو سختې لارې کچ کړي.
حسین بیا وائي؛
نو ته وائې دا سخته لاره، یوازینۍ لاره ده چې راتلونکې لارې اسانه کوي؟ یوازینۍ لاره ده چې نور درته شرطونه ونه ټاکي ؟
مجیدورته ووئيل؛
هو، بالکل. الکټرونیک مهم دی، خو نن ،د پرون د نورو د پوهې وروستی محصول دی. زه غواړم د هغو کسانو برخه واوسم چې د سبا پوهه جوړوي. حتی که یوه ذره هم وي، حتی که یو کوچنی ګام وي. دا یوازینۍ لاره ده چې زه ئې پېژنم څو ووایم: “مونږ دلته ددې لپاره نه یوو چې یوازې مصرف کړو؛ مونږ دلته ددې لپاره یوو چې پوهه شو، جوړ کړو او پرېکړه وکړو.”
نو حسین بیا وائي ؛؛ اوس پوهه شوم. ته په “ولې” کار کوې، نه یوازې په “څنګه”. .... او فکر کوې چې زمونږ د وضعیت د “ولې” ځواب، په تر ټولو سختو “څنګه” وو کې پټ دی.
مجید ورته ووئيل؛
بالکل همداسې ده . او دا یوازې د لارې پیل دی.
ګلونو آوریدونکو؛ اوس مجید په یوه نوې لاره ولاړ دی.سخته لاره،البته یوه روښانه لار .او مونږ به د دې کیسې په دوام کې واورو چې دا ژوره پوهه څنګه د هغه په ژوند کې تجسم پیدا کوي — په خاطرو کې، په تدریس کې، په خدمت کې، په هماغو شیبو کې چې علم له کتابه راوځي او د عمل په رڼا بدلېږي.
ځینې ټاکنې ارامه وي؛ بې شور او هیاهوئ، البته برخلیک ټاکونکي . هغه ځای ته نږدې کېدل ،چېرته چې پوښتنې زېږي، چېرته چې پوهه له ځواب مخکې ساه اخلي.
مجید، د محاسبو او د لابراتوار په چوپتیا کې، دې نتیجې ته ورسېد چې پوهه یوازې د معلوماتو ټولول نه دي؛ بلکې یو ډول مسؤلیت دی.د ژور لیدلو مسؤلیت، د خپلواکه فکر کولو مسؤلیت، او د سرحدونو له څنډو د نه وېرېدو مسؤلیت.
د هغه لپاره، د پوهې سرحد پای نه ډ؛ بلکې د ژمنتیا پیل ؤ. د نړۍ د پوهېدو ژمنتیا؛نه دا لکه څنګه چې ورته ویل شوي، بلکې لکه څنګه چې کېدای شي ولیدل شي او لمس شي.
او ښائي همدا جرأت چې پوښتنو ته نږدې کېږي، انسان له تکرار څخه ژغوري.
نو ګلونو آوریدونکو ،ښائي راتلونکی هم له همدې ځایه پیل شي؛ پوښتنو ته د نږدې کېدو له جرأته. تر بیا اورېدو پورې، نو ر هغه مهاله خدای مو مل شه…
ژباړن؛(سیماب)
*************************************************************************************************************************************************************************