د تپلي جنګ بریا باید په ډیپلوماسۍ کې هم ټینګه کړو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i172730-د_تپلي_جنګ_بریا_باید_په_ډیپلوماسۍ_کې_هم_ټینګه_کړو
پارس ټوډې – د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر وویل: عقلاني، منطقي او د ملي ګټو پر اساس غوره لاره دا ده چې د ایران د وسله‌والو ځواکونو میداني بریا په ډیپلوماسۍ کې بشپړه شي
(last modified 2026-05-12T00:31:34+00:00 )
May 12, 2026 04:59 Asia/Kabul
  •   د تپلي جنګ بریا باید په ډیپلوماسۍ کې هم ټینګه کړو

پارس ټوډې – د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر وویل: عقلاني، منطقي او د ملي ګټو پر اساس غوره لاره دا ده چې د ایران د وسله‌والو ځواکونو میداني بریا په ډیپلوماسۍ کې بشپړه شي

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر ډاکټرمسعود پزشکیان د ایران د  پولیسو  د قوماندانۍ (فراجا) له مشر او یو شمېر لوړپوړو قوماندانانو سره په ناسته کې، د وروستي تپلي جنګ  پر مهال د دغو ځواکونو د شپې او ورځې هڅو او صادقانه خدمتونو ستاینه وکړه او وې ویل: فراجا پر امکاناتو او محدودیتونو سربېره، د ایران د کورني امنیت د تأمین په ډګر کې پیاوړی او قرباني ورکونکی شتون درلود.

ډاکټر پزشکیان د ملت او وسله‌والو ځواکونو د رول په یادولو سره وویل: د ایران ملت او قدرتمنو وسله‌والو ځواکونه وتوانېدل چې په مقاومت او اقتدار سره، دښمن خپلو موخو ته په رسېدو کې ناکام کړي او  دې ته ئې اړ کړي چې اوربند ومني او جنګ  ودروي.

هغه زیاته کړه: اوس زمونږ مخې ته بېلابېلې ټاکنې  پراتې دي؛ یا به په عزت، اقتدار او د ملي ګټو په ساتلو مذاکراتو ته واریدیږو  او د ایران د ملت حقوق به ترلاسه کوو، یا به د نه جنګ او نه سولې په حالت کې پاتې کېږو، او یا به د جنګ او ډغرې لارې ته  دوام ورکوو.

هغه ټینګار وکړ: عقلاني، منطقي او د ملي ګټو پر بنسټ غوره انتخاب دا دی، هغه بریا چې وسله‌والو ځواکونو  د جنګ په میدان کې ترلاسه کړې، په ډیپلوماسۍ کې هم بشپړه شي او د ایران د ملت حقونه د عزت او اقتدار له دریځه ټینګ باقي پاتې شي.