د ایران د ولسمشر د استعفا اوازه له حقیقت سره هیڅ سمون نلري
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د حکومت د اطلاعاتو د شورا مشر «الیاس حضرتي» ډاګینه کړه د ولسمشر مسعود پزشکیان د استعفا کولو اوازه هیڅ حقیقت نلري او دغه اوازه مخکې هم په ځلونو دروغ بلل شوې ده.
هغه په خپلې ایکس پاڼه کښې ولیکل د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په خپل ټول توان سره د هیواد د چارو په تعقیبولو او د خلکو په خدمت کولو بوخت دی.
الیاس حضرتي زیاته کړه په تیرو څو میاشتو کښې څوم ځل دی چې ځینې خارجي رسنۍ او له هغوې سره غږمله چینلونه د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان د استعفا کولو اوازه مطرح کوي داسې اوازه چې له حقیقت سره هیڅ اړخ نه لګوي او دغه خبره په ځلونو دروغ بلل شوې ده.
د ایران د حکومت د اطلاعاتو د شورا مشر «الیاس حضرتي» په دوام کښې وویل داسې ښکاري چې د دغه خبر پلانونکي له دې زیات چې د اطلاع د رسولو کوشش وکړي د ایران په ملي انسجام کښې د ناهیلۍ، د اختلاف او د درز د رامینځته کولو ارزو لري چې البته ناکامه به شي.
هغه زیاته کړه د ایران ملت ښودلې ده چې په مهمو وختونو کښې د نظرونو له تفاوت ورتیر د هیواد د سرلوړۍ او د ملي ګټو د ساتلو لپاره د یوه بل په څنګ کښې دریږي.
د ایران د ملت د وحدت د ماتولو او د خلکو او د حکومت د پیوند د شلولو ارزو به د تیر وخت په شان محققه نشي.
دغه راز د ایران د حکومت ویاندې میرمن «فاطمه مهاجراني» د ولسمشر مسعود پزشکیان د استعفا اوازې ته په غبرګون کښې په ایکس پاڼه کښې ولیکل د ډاکټر پزشکیان حکومت په سختو ورځو کښې وښودله چې د خلکو په څنګ کښې دریږي او نن سبا هم په هماغه کتنې سره د هیواد د مسائیلو د حل کولو او د خلکو د ژوند د ښه کولو هڅه کوي.
هغې وویل ایران به په ملي انسجام او یوزړه توب سره مخ ته لاړ شي.