سپاه پاسداران: دښمن اړ دی چې د ایران نوي قواعد ومني
پارس ټوډې – د اسلامي انقلاب سپاه پاسدارانو د د انقلاب د ستر بنسټګر امام خمیني (ره) د رحلت د اووه دېرشمې کلیزې او د نېکمرغه غدیر اختر په مناسبت په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی: شرور دښمن ته خبرداری ورکوو چې اړ یاست هغه نوي قواعد ومنئ چې د ایران ملت او وسله والو ځواکونو پر میدان تحمیل کړي دي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو په ستراتیژیکه اعلامیه کې، چې د انقلاب د ستر معمار د رحلت د اووه دېرشمې کلیزې او د نېکمرغه غدیر اختر په مناسبت خپره شوې، راغلي دي: ۴۷ کاله وړاندې، د انقلاب ستر معمار امام روح الله الموسوي الخمیني، د اسلامي نهضت روښانه څراغ د امت په زړونو کې بل کړ او د اسلامي جمهوریت د سپېڅلي نظام له ټینګښت وروسته یې د یوې لسیزې لپاره په حکیمانه، زړوره او لري لید لرونکې مشرۍ سره، د انقلاب د آرمانونو ستراتیژیک بنسټونه او لیدلوری وټاکه؛ هغه آرمانونه چې د امریکا او صهیونیزم له ولکې څخه د اسلامي امت ازادي، د ځواک تولید، اسلامي یووالی، او د سیمې او اسلامي نړۍ له جغرافیې څخه د صهیونیزم او جنایتکارې امریکا د نفوذ د له منځه وړلو اړتیا پکې شامله وه، او بیا د حق تعالی غوښتنې ته لبیک وویلو.
د دې اعلامیې په دوام کې راغلي دي: خو نن، په داسې حال کې چې د «امریکايي ـ صهیونیسټي درېیمې تحمیلي جګړې» اور، له څلوېښتو ورځو کلک او ځپوونکي مقاومت وروسته، دښمن د اوربند غوښتنې ته اړ کړی دی، دا څرګنده شوې چې اسلامي انقلاب د انقلاب د ستر امام د لارښوونو او میراث، د «امت د شهید لارښود» د حکیمانه رهبرۍ، او اوس د هغه د صالح ځای ناستي آیت الله سید مجتبی خامنهیي د تدبیر په دوام، تر پخوا لا ډېر په ځواک او اقتدار سره مخ پر وړاندې روان دی.