قالیباف: یو بل ډول ایران به ووینئ!
پارس ټوډې – د ایران د اسلامي شورا د مجلس رئیس په ایکس ټولنیزه شبکه کې ولیکل: ناسمې ستراتیژۍ او بېفکره پرېکړې، داسې یو نهپایېدونکی ډنډ رامنځته کوي چې کلونه به پکې راګیر پاتې شئ.
د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د ایران د اسلامي شورا د مجلس رئیس محمدباقر قالیباف په ایکس ټولنیزه شبکه کې په خپل شخصي حساب کې په انګلیسي ژبه په یوه پیغام کې ولیکل: ناسمې ستراتیژۍ او بېفکره پرېکړې، د لوبې ډګر په ناورینوونکي ډول بېرته صفر نقطې ته ورګرځوي؛ د انرژۍ بنسټونه او بازارونه د چاودنې تر پولې رسوي او داسې یو نهپایېدونکی ډنډ رامنځته کوي چې کلونه به پکې راګیر پاتې شئ.
هغه د دې پیغام په وروستۍ برخه کې ټینګار وکړ: یو بل ډول ایران به ووینئ!
له دې مخکې ټرمپ یو ځل بیا ایران ته یې د بنسټیزو تاسیساتو په نښه کولو سره ګواښ کړی وو.